د قـــــــرآن ســـــــره مــــــــرکــــــــه( اتلسمه برخه )

پوښتنه : دا خو په رښتیا هم عجیب مهم معلومات وو . لوی الله دی موږ ټوله دغه برخلیک ټاکونکي ورځی ته د نیکو عملونو سره راهنمایی کړی ، ځکه اوس لا فرصت او وخت لرو داسی نه چی اعمال مو بې حاصله تم سی . بله پوښتنه می دا ده چی د محشر پر میدان کامیاب انسانان څوک دي ؟

ځواب : د محشر پر میدان بریمن انسانان هغه کسان دي چی د نورو سره یې مرسته او نیک عملونه کړي وی نو ځکه الله عوض ورکوی (۱) .

پوښتنه : الله به په دغه حساس حالت کی پر ښه او نیک عملو خلکو څه زیرﺉ وکړی ؟
ځواب : الله به صالحو او نیکو مؤمنانو ته ووایی چی پر تاسو دی د جنت زیرﺉ وی چی تر هغه لاندی ویالې بهیږی او د تل له پاره پکښی اوسیږﺉ او د لوی بریالیتوب او مراد اصلی ځای همدا دی (۲) .

پوښتنه : اوس به د موضوع بل اړخ مطرح کړم او هغه دا چی آیا د محشر پر میدان به ګنهګاران او مجرمان یو تر بله په جنجال او جګړو بوخت وی که یا ؟ که وی ، نو یو بل ته به څه وایی ؟
ځواب : هغوی به یو بل دغسی ملامت او متهم کوی : کمزوره کسان به غټانو او مشرانو ته په فریاد سره وایی چی موږ خو ستاسو تابع وو ، نو اوس خو مو له دغه عذابه وژغورﺉ . خو هغوی به ورته ووایی چی که الله موږ ته هدایت کړی وای نو بیا به مو تاسو ته لارښوونه کوله ، نو ځکه اوس هر څه له وخته تیر دي او هیڅ شی ګټه نلری . شیطان به ږغ پر وکړی چی اوس خو فیصله سوې ده ، الله تاسو ته رښتیانۍ او ما درواغجنه وعده درکړې وه ، لاکن تاسی بیا هم د الله خبره نه بلکی زما خبره واورېده . نو ځکه ما مه ملامتوﺉ بلکی خپل ځانونه ملامت کړﺉ او فعلأ به په ګډه عذاب زغمو (۳) .
پوښتنه : د قیامت په ورځ به د انسان د بې وسۍ او ناتوانۍ حالت څنګه وی ؟
ځواب : د هیچا او هیڅ شي په فکر کی به نه وی بلکی صرف د ځان په غم کی به وی (۴) .

پوښتنه : کله چی د محشر پر میدان کافران او منکران د الله تعالی په وړاندی ودریږی ، نو الله تعالی به څه پوښتنه ځنی وکړی ؟
ځواب : الله به د کافرانو او منکرانو څخه وپوښتی چی څنګه سو ؟ آیا دا بیرته راژوندي کېدل او راټولېدل مو حقیقت نه دی ؟ هغوی به فریاد وکړی چی هوکې . خو الله به دردناک عذاب پر مسلط کړی (۵) .

پوښتنه : آیا راته ویلای سې چی د محشر پر میدان به د جنتي خلکو او دوږخي خلکو د روانېدو صحنه څنګه وی ؟
ځواب : نیک او پرهیزګاره انسانان به د میلمنو غوندی د الله له خوا وروبلل سی ، خو ګناه کاران به په ځغلولو او کشولو دوږخ ته شړل کیږی (۶) .

پوښتنه : کله چی دوږخیان مخ پر دوږخ د شړلو په حال کی وی ، نو پر لارې به خپل تر منځو شخړه سره ولری که یا ؟ که وی ، نو څه به سره وایی ؟
ځواب : هغوی به اعتراف وکړی چی هوکې ، موږ کافران وو . یوه ډله به پر بله ډله لعنت ووایی او الله ته به شکایت وکړی چی دغو کسانو موږ ګمراه کړي وو ، دوی ته د اور شدید عذاب ورکړه . خو الله به دواړو خواوو ته سخت عذاب ورکړی نو ځکه به لومړنۍ ډله هغې بلی ته ووایی چی تاسو خو زموږ له پاره ډیر عذاب غوښت ، اوس تاسی هم زموږ تر څنګ د دې ستر اور میلمانه سیً (۷) .

پوښتنه : تا مخکی راته وویل چی ما په خپل متن کی د قیامت ورځ د غم ، حسرت ، پښیمانۍ ، افسوس او عذاب ورځ بللې ده . آیا په مجموع کی د منکرانو ، کافرانو ، ظالمانو او ګنهکارانو عام حالت راته ویلای سې چی په څه مصیبت به اخته وی ؟ او څه افسوس او پښیماني به کوی ؟
ځواب : ډیر مهم سوال دی وکړ ، نو په ښه غور ورته ځیر سه :
د قیامت ورځ د کفارو ، منافقانو ، مجرمانو ، ظالمانو او ګناه کارانو له پاره د غم او ناورین سخته ورځ او د پښیمانۍ صحنه ده (۸) . دغسی انسانان به د نهیلۍ او پښیمانۍ اوښکی تویوی ، لاسونه به موښی ، سر به وهي ، چیغی او کریږی به وهی چی زما پر ځای زما اولاد ، زما میرمن ، زما ورور ، زما کورنۍ ، زما قوم او د نړۍ ټول انسانان ونیسه خو ما پریږده (۹) . مړینی ته به نارې وهي ، بیرته ژوند به وغواړی ، پر خپلو غلطیو او ګناهونو به اعتراف کوي (۱۰) . د الله او د هغه د رسول د اطاعت یقین به ورکړی ، د نیک او مؤمن کېدو ژمنه به وکړی . خو دا ټولی زارۍ او پښېمانۍ به ځای و نه نیسی ، دا ځکه چی هر شی او هر کار خپل وخت لری خو په دې ورځ به هغه ټول پای ته رسېدلي وی . هغوی به وایی چی کاشکی زما اعمال نامه نه راکول کېدای ، زه نه پوهېدای چی زما حساب څه دی ، کاشکی په دنیا کی مړینه وروستۍ پریکړه وای (۱۱) ؛ کاشکی د جزا ورځ لیری وای (۱۲) ؛ کاشکی مځکه وچاودي او زه په هغه کی ورک سم (۱۳) ؛ کاشکی الله زما په عذاب کی صرف یوه ورځ راکمه کړی (۱۴) ؛ کاشکی زه خاوري وای (۱۵) ؛ ډیر افسوس ، د قیامت په هکله چی سخته غلطي راڅخه سوې ده (۱۶) .

پوښتنه : استغفرالله ! څښتن تعالی دې هر انسان ته هدایت او هر مسلمان ته عنایت عطا کړی . ما داسی اورېدلي دي چی دوږخ څو طبقې لری ، آیا دا خبره رښتیا ده ؟ که وی ، نو څو طبقې دي ؟
ځواب : هو ، دوږخ اووه طبقې لری چی د لوړې څخه مخ پر کښته په دې ډول دي :
۱ ـ جهنم (۱۷) ؛
۲ ـ السعیر (۱۸) ؛
۳ ـ لظی (۱۹) ؛
۴ ـ حُطمه (۲۰) ؛
۵ ـ سقر (۲۱) ؛
۶ ـ جحیم (۲۲) ؛
۷ ـ هاویه (۲۳) ؛

(۱) : آل عمران : ۱۸۵ . (۲) : الحدید : ۱۲ . (۳) : ابراهیم : ۲۱ ـ ۲۲ . (۴) : عبس : ۳۴ ـ ۳۷ . (۵) : الانعام : ۳۰ . (۶) : مریم : ۸۵ ـ ۸۷ . (۷) : الاعراف : ۳۷ ـ ۳۹ . (۸) : الفرقان : ۲۷ . (۹) : المعارج : ۱۱ ـ ۱۴ . (۱۰) : المومن : ۱۱ . (۱۱) : الحاقه : ۲۵ ـ ۳۰ . (۱۲) : آل عمران : ۳۰ . (۱۳) : النسأ : ۴۲ . (۱۴) : المومن : ۱۱ . (۱۵) : النسأ : ۴۰ . (۱۶) : الانعام : ۳۱ . (۱۷) : ابراهیم : ۲۸ ـ ۲۹ ؛ النسأ : ۹۳ ؛ مریم : ۸۶ ؛ النسأ : ۲۱ . (۱۸) : الاسرأ : ۹۷ ؛ الحج : ۴ ؛ لقمن : ۲۱ ؛ الملک : ۱۱ . (۱۹) : المعارج : ۱۶ . (۲۰) : الهُمزه : ۴ ـ ۷ . (۲۱) : القمر : ۴۹ ؛ المدثر : ۲۶ ـ ۲۹ ، ۴۲ . (۲۲) : الانفطار : ۱۴ ؛ المایًده : ۱۰ ، ۸۶ ؛ الحدید : ۱۹ ؛ الطور : ۱۸ . (۲۳) : القارعه : ۸ ـ ۱۱ .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button