د زړه د ناروغۍ او د غمجنتیا اړیکې

ډاکترسباوون

يوه سروې ښيي چې د غمجن طبيعت كسان تر هغو كسانو د زړۀ په ناروغيو ډېر مبتلا كېږي چې خوشاله خوى لري.

د رويټر اژانس له راپور سره سم، د مېرمن كارينا ډويډسن په مشرۍ د امريكايي محققانو يوې ډلې ويلي دي چې دوى ته د خپلو څېړنو لومړنيو نتايجو دا ورښودلې ده چې د زړۀ د ناروغيو او منفي عواطفو تر منځ مستقيمه رابطه شته. منفي عواطف لكه غم، وارخطايي او له نورو سره رخه د زړۀ په ناروغيو باندې د مبتلا كېدو امكان زياتوي او برعكس مثبت عواطف لكه خوشحالي، له نورو سره مينه او خوشبيني د زړۀ په ناروغيو باندې د اخته كېدو امكان كموي.

مېرمن ډوېډ سن وايي چې دوى د خپلې لس كلنې څېړنې په وخت هم مثبت او هم منفي عواطف په پنځو، پنځو درجو ووېشل او دې نتيجې ته ورسېدل چې د منفي عواطفو د هرې درجې په زياتېدو سره د زړۀ په ناروغيو باندې د مبتلا كېدو چانس يوڅۀ زياتېږي او دغه راز د مثبتو عواطفو د هرې درجې له لوړېدو سره د زړۀ په ناروغيو باندې د اخته كېدو چانس يو څۀ كمېږي.

د سګرټو څكول، چاغوالى، د كورنۍ په نورو غړيو كې د زړۀ د ناورغيو سابقه او د وينو لوړ فشار د زړۀ د ناروغيو هغه لوى عوامل دي چې معمولا يې يادونه كېږي. د مېرمن كارينا ډويډسن او د دې د ملګرو په نظر ، غمجن طبيعت هم بايد په دغه لسټ وراضافه كړو او د زړۀ په ناروغيو باندې د مبتلا كېدو يو لوى عامل يې وبولو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button