د زړه د حملې په مهال څه وکړو؟

ډاکټر فضل هادي وردګ

که پر چا د زړه حمله راغلې وي نو تر څو چې روغتون ته رسول کيږي په کار ده چې آرام او له فيزيکي فعالیته ډډه وکړي چې په دې سره به پر زړه نور بوج نه راځي. که حساسیت نه ورسره لري نو یوه آسپرين (۳۰۰ميلي ګرام) ګولۍ خوړلی شي.

په پرمختللې نړۍ کې خو یو د روغتیا په برخه کې د خلکو د پوهاوي کچه زیاته ده او بل یې روغتیایي اسانتیاوې ښایسته ډېرې دي، نو که څوک له دغه ډول دردونو سره مخامخ کيږي ځانګړې شمېرې ته زنګ وهي امبولانس ورته راځي، روغتیاپالان یې بېړنی کتنه کوي او د زړه ګراف یا اي سي جي یې اخلي او که ګراف د زړه هغه حمله ښیي چې دوی یې په لنډون (سټيمي) بولي نو د عامو روغتونونو پر ځای یې سمدستي کت لېب یا د زړه د رګونو لابراتوار ته لېږدوي چې هلته یې د زړه رګونه د اېکس رېزماشينونو په واسطه کتل کيږي او هغه چې بند شوي وي د ورانه یا لاس د رګ له لارې یې بېرته پرانيزي او په ځانګړي درمل پوښل شوی سټېنټ یا لوله پکې ږدي چې په دې ډول یې د بیا بندېدو خطر هم کموي.

د زړه د هغه حملې په صورت کې چې د ګراف یا اي سي جي له مخې یې په لنډون (نان سټيمي) بولي، روغتیاپالان د پلاټلېټس د یوځای کېدو یا غوټه کېدو ضد درمل لکه آسپرين او کلوپيډوګرېل ورکوي او نژدې روغتون ته یې رسوي چې په وينه کې یې د زړه د انزایم لوړه کچه تشخيص کره کوي، درملنه یې شروع کيږي او په کراره یې د نورو لازمو معایناتو بندوبست کيږي.

انجاینا:
په انجاینا کې د زړه رګ بيخي بند نه خو تنګ شوی وي او د اړتیا وړ وينه نه شي رسولای. کله چې انسان کار، ورزش منډه یا نور فیزيکي فعالیت کوي نو زړه ډېر آکسيجن ته اړتیا لري او که رګونه یې تنګ شوي وي او په داسې حالاتو کې پوره وينه او آکسيجن نه ورسيږي نو په سينه کې دردونه پیدا کيږي چې د زړه د حملې غوندې وي خو د دغو فزيکي فعالیتونو په درولو یا تر ژبه لاندې ځانګړې ګولې یا سپرې سره یې دردونه هم ورکيږي. د دې ناروغۍ هم پر وخت درملنه په کار ده؛ ځکه د زړه د حملې خطر لري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button