د زړه حمله او نښې یې

ډاکتر فضل هادي وردګ
په سينه کې د ناڅاپي او شديد درد کېدای شي ګڼ لاملونه ولري خو دوه مهم هغه چې د بنیادم ژوند ګواښلی شي د زړه او سږیو د رګونو بندېدل دي چې د زړه حمله (مایوکارډیل انفارکشن) او د سږیو حمله (پلمونري اېمبوليزم) یې بولي.
د انسان په ټټر کې د بدن یو مهم غړی زړه دی چې چپه خوا یې درست بدن ته د رګونو (شریانونو) یا آرټريز په وسیله له دواړو سږیو راغلې پاکه یا آکسیجنېټېډ وينه پمپ کوي او ښۍ خوا یې بیا له ټول بدنه د ورېدونو یا وېنز په واسطه راټوله شوې ډي آکسيجنېټېډ یا په کاربن ډای آکسایډ لړلې وينه سږیو ته لېږي چې هلته پاکيږي او آکسيجن را اخلي او دغه سایکل په هره دقيقه کې په نورمال ډول له شپېتو تر سلو کرتو تکرارېږي.

په داسې حال کې چې زړه ټول بدن ته وینه پمپ کوي، پخپله هم وينې او آکسیجن ته ډېره اړتیا لري او کوم رګونه چې د زړه غوښو (عضلاتو) ته وينه رسوي، هغو ته د زړه شریانونه یا کورونري آرټريز وایې.

د عمر زیاتېدل او د ځينو نورو ناروغیو شتون لکه د بدن د نورو رګونو په شان د زړه د رګونو یا کورونري آرټريز د تنګېدو او د وينې له توکیو لکه پلاټلېټس، کېلسیم، غوړو او کولېسټرول نه د پلک یا غوټې جوړېدو سبب کيږي.

د انسان زړه ته د وينې لېږدوونکيو رګونو (کورونريز) د تنګېدو یا بندېدو ناروغي په ګرده نړۍ کې د ناروغیو او مرګونو یوه ستره وجه ده.

د یوې سروې له مخې په برتانیا کې هر پينځم سړی او هره اوومه ښځه د دغې ناروغۍ له لاسه مري او هرکال اتیا زره مرګونه کوي، که څه هم په تېرو څو کالو کې د دې ناروغۍ له لاسه د مړينې په شمېرو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د زړه حمله:
که د زړه کومې برخې ته د وينې لېږدوونکی رګ بند شي نو په سينه کې سخت دردونه پیدا کيږي او د زړه هغه برخه چې د دغه رګ په وينه او آکسيجن پایي له کاره لويږي. که د زړه یو لوی رګ بند شي او ډېره برخه یې اغېزمنه شي نو د زړه د درېدو او د انسان د مرګ سبب هم کېږي.

د زړه د حملې نښې:
د سينې په منځ کې سخت درد لکه سينه چې تر زور او فشار یا یوه درانه وزن لاندې وي. ډېر ځله دغه درد چپ یا ښی لاس، ولیو، ستوني یا زامې او یا هم خېټې ته خوريږي. که څه هم د زړه د حملې په ډېری پېښو کې د سينې درد ډېر سخت وي خو ځينې خلک ښایي لږ یا بيخي درد ونه لري لکه د ډېر عمر بوډاګان په ځانګړې ډول ښځې او د شکرې ناروغان.

د دې لیکنې په بله برخه کې د زړه د حملې عوامل او ورڅخه د ځان ساتلو لارې ښودل کېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button