د ذهن له قوت او خلاقیت مو خبر یاست؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

که په ژوند کې له کومې ستونزې سره مخ کېږی، ښه ده چې له ځانه وپوښتی، ولې دغه شی ستونزمن دي؟ ځکه انسانان یو خلاق او فوق العاده ذهن لري چې کولی شي هر ډول ستونزې حل کړي.

زموږ د ذهن خلاقیت د دې جوګه دی چې را ولاړې شوې ټولې ستونزې په ډېرې اسانۍ سره حل کړي، نو بیا ولې ستونزې ته ستونزه وویل شي. هڅه وکړئ چې تل ستونزو ته د یوه فرصت په توګه وګورئ چې تاسو ته درکړل شوی، څو بریا ته د رسېدو لپاره ترې پوره استفاده وکړی.

دغه څه یوازې د قوي مدیرانو ځانګړنه ده. د بشري تاریخ تر ټولو ستر حقیقت دا دی چې په هره ستونزه او سختۍ کې یو قوي درس نغښتی دی چې کولی شي په راتلونکي کې تاسو د بریا لور ته سوق کړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button