په لښکرګاه کې څه تېر شول

نویداحمد څرک

طالبان درې ورځې وړاندې راپورته شول او د دې لپاره یې د مرکز لښکرګاه له لمنو څخه جګړه پيل کړه چې دا ښار به ونیسي او څو ورځې واکمني به پرې وکړي، خو افغان ځواکونو ورته داسې چمتووالی ونیو چې دا خیال یې په مرګ تمام شو.

هو، طالبانو لومړیو کې د خلکو له کورونو او خلکو څخه د سپر په توګه ګټه واخیسته او ځینو سیمو کې یې پرمختګ وکړ، دا په دې مانا نه وه چې ګنې افغان ځواکونو تيښته کړي وي او یا طالبانو ته تسلیم شوي وي، بلکې طالبانو عام خلک د سپر په توګه کارول ، مخکې تلل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شاتګ وکړ.

کله چې طالبانو خپل وحشت وکړ، خلک یې له کورونو وویستل، مرګ ژوبله یې ملکي وګړو ته واړوله، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ورته منظم شول او دا ډله یې داسې په مخه کړله چې شاته یې یواځې مړې پريښودل.

افغان کمانډو ځواکونه د دوشنبې په شپه هلمند ولایت ته ورسیدل او سمدستي یې د طالبانو پرضد سخت عملیات پيل کړل چې هر ځای او هره کوڅه کې د طالبانو مړي پراته و.

د دې تر څنګ په ناوې، نهر سراج، نادعلي، مارجه او ګرمسیر ولسوالیو کې یې د هوایي بریدونو پر مهال هغه طالبان په نښه کړل چې غوښتل یې له بلې خوا مرکز لښکرګاه باندې برید وکړي.

په وژل شویو طالبانو کې ۲۲ یې د القاعده شبکې پنجابي غړي دي چې اصل کې د پاکستان د استخباراتو رسمي کسان دي.

طالبان د خپل بادار لپاره په کورونو کې پنجابیان ساتي او بیا پر دې پنجابیانو باندې خپل وطن ورانوي او خپل ورونه افغانان پرې شهیدانوي.

طالب په تیرو کلونو کې جګړې کې هر ډول سپک عملونه وکړل او هیڅ شرم ورته را نه غی چې دا هر څه ولې او د څه لپاره کوي.

طالب وایي چې یواځې زما دې په جګړه کې ګټه وي، که وطن وران وي او که ټول خلک ووژل شي، خو چې د دې خیټه پکې مړه وي او واکمن وي.

تاسو به د سه شنبې په ورځ د هلمند تصویرونه لیدلي وې چې هرې خواته د طالبانو د مړو جسدونه پراته و، د دې ډلې یو شمېر کسان نیول شوي، ځینې وژل شوي، ځینې ټپیان او ځینې یې په تیښته بریالي شوی دی.

طالبان په دې ښه پوهیږي چې دوه ورځي هم د یو ولایت مرکز نه شي ساتلی، تاسو ولیدل چې کندز، غزني او فراه ولایتونو کې یې دوه درې ورځې جګړې وکړې او تر شاه یې د خپلو وسله والو جسدونه پريښودل او وتښتیدل.

داسې د هلمند مرکز لښکرګاه کې هم وشول او هم کیږي چې طالبان به یواځې خلک بې کوره کړي او خپل وسله وال به پر افغان ځواکونو ووژني، نور هیڅ هم نه کیږي.

پر خپلو ځواکونه باور ولرئ، دا ځواکونه د پنجاب دلالانو پروړاندې ولاړ دي او هيڅکله به اجازه ورنه کړي چې د اسلام اباد حکمونه په افغانستان کې وچلوي، دوی لکه چې شرمنده و، داسې به تر عمره شرمیدلي ګرځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button