د خوشحاله اوسیدو لارې چارې!

عبدالباسط جهاني

څنګه کولی شو، تل خوشحاله اوسو!؟

خوشحاله اوسیدل، هغه څه دي، چې موږ یې تل په لټون کې یو، خوښي/خوشحالي د ټولو انسانانو د مشترکو اهدافو له جملي څخه ګڼل کیږي.

کله کله ژوند کې ډیر سختۍ او خفګان راځي، او په ژوند کې ځینې داسې حالات هم راځي، چې موږ یې په شتون بیزاره/ناخوښ یو،لکه خفګان، ویره، اضطراب…د داسې ناخوښو حلاتو څخه د وتلو ځیني مشخصې لارې چارې دي،چې موږ کولی شو، ځانته خوشحالۍ ورکړو.

*- تل د قران عظیم الشان تلاوت کول.

دالله ج عبادت او دقران کریم تلاوت کول انسان ته روحي او ذهني سکون ورکوې، تل د الله ج عبادت وکړئ، او د قران په تلاوت کولو سره خپل روح تازه کړئ.

۱- د مثبت ګرا /مثبت فکره خلکو ملګرتیا وکړه!

مثبت فکر لرونکي اشخاص هغه دي، چې تل، غم، خفګان، ویره، اضطراب ته؛ هم دیوې بریا ته د رسیدو تګلاره/معیار ګڼي، او وایي:

غم او تشویش مه کوه، له هرې سختۍ وروسته یو راحت شته دی، د شپې له تیارو وروسته د سهار رڼايي حتمي دی، په ژوند کې هره شته ستونزې تاته یو درس ورکوي….

لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، انسانان تل د نورو له افکارو څخه متاثره کیږي، ممکن تاسو هم د خپل ملګري په څېر هرې ستونزې ته لبیک ووایئ،او خوشحاله ژوند وکړئ.

۲- تل فکر وکړئ، چې ژوند یوه لوبه دی!

که چیرې موږ داسې فکر وکړو، چې ژوند یوه لوبه دی،او حتمن هره لوبه یو ګټوونکی یا بایلوونکی لري. ځیني کسان ددې لوبې د ګټلو لپاره ژوند دومره جدي نیسي، چې حتی په استرس،ویره،خفګان، اضطراب کې اخته شي او بلاخره د ژوند دا لوبه وبایلي.

۳-تل مثبت فکر وکړئ.

په ذهني ویروس(منفي ګرا) انسانان تل د ماتو سره مخ دي، هیڅکله بریاا ته نشي رسیدلی، ځکه چې هر انسان په دماغو کې د لیمبیک په نامه د بیلګې اخیستلو یو ډول هورمون وجود لري، که چیرې انسان مثبت فکر وکړئ، او د خوشحالیو تصور وکړي، انسان بریا په لور سوق کوي،او بریا طبعاً خوشحالي دی،او که چیرې برعکس منفي او ماتو/ناکامیو تصور وکړي، ممکن د لیمبیک هورمون انسان د ناکامیو په لور سوق کړي، چې دا طبعاً خفګان دی.

۴-تل اجمتاعي اوسئ.

اجتماعي/ټولنیز کیدل هغه څه دي، چې انسان د ټولنې له مختلفو افکارو څخه خبروي، د ټولنې ټولو وګړو سره اړیکې پالل موږ د بریاوو تر پولو رسوي.

د ټولنې وګړي موږ ته په مختلفو برخو کې مشورې، مثبت فکر ، مرسته له موږ سره کولی شي، چې موږ له تشویش خفګان څخه وساتي، او برعکس موږ ته خوشحالي راکړي.

څومره چې امکان لري، د ټولنې له وګړو سره اړیکې وپالئ.

۵- ښه په کړس په وخاندئ.

مسکا او خندا هغه څه دي ،چې انسان له روحي او رواني تکالیفو څخه ساتي،تل وخاندئ، او هر غم ته په خندا ځواب ورکړئ.

او ستاسو زړورتیا هغه مهال مالومیږي، چې د غم او خفګان په مهال ستاسو په شونډو کې مسکا خوره وي.

ځیني اراپوهان وايي:

که چیرې مسکا/خندا کول په زوره هم وي، نو انسان ته د حقیقي یا ریښتنې مسکا/خندا احساس انتقالوي.

هرکله،وخت ناوخت، ښه په کړس وخاندئ،دا ستاسو ژوند ته ښکلا بښي.

۶- تل د خپلو بریاوو په اړه سوچ وکړئ

هرکله چې تاسو د خپلو تیرو بریاوو اړوند سوچ کوئ،نو د لمبیک هورمون بیلګه اخلي او ستاسو دماغ د بریاوو په لور سوق کوي. هره بریاا په خپل ذات کې یو خوشحالي/سکون دی.

۷-طبیعت سره مینه وکړئ.

هرکله چې تاسو سیندونو،غرونو، کاریزونو، ګلانو، طبیعي او غرنۍ بوټو ته ګورئ،ستاسو وجود او فکر ارامه کیږي، او روحاً ستاسو په وجود ډیر زیات مثبت تاثیر کوي،او انسان د خوشحالیو احساس کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button