واک (قدرت)

جنرال دولت وزیري
واک د عمل کولو قدرت او وړتیا په داګه کوي، هغه کسان چې په واک کې دي، باید په خپل عمل او کړنو سره خپله وړتیا ثابته کړي.

ډېر پوهان په دې اند دي، چې ټول وخت انسانان سیاست د دې لپاره کوي چې واک (قدرت ) تر لاسه کړي او بیا يې وساتي.

ځینې بیا واک د سیاست زړی ګڼي او وايي چې دا واک دی چې د انسانانو سیاسي اړیکې له نورو اړيکو رابېلوي، دا په دې مانا ده چې سیاسي ګوندونه او حکومتونه مبارزې په حقیقت کې د واک(قدرت) د ترلاسه کولو، واک ساتلو او واک چلولولو لپاره کوي.

ښايي ځینې کسان به واک د دې لپاره غواړي چې خپلو غوښتنو ته ورسېږي، یوشمېر نور به یې د واقعي خدمت او څو تنه نور به یې پر نورو د خپلو غوښتنو د تپلو لپاره.

په حقیقت کې واک(قدرت) له اقتدار، زور، جبر او نفوذ سره ورته کلمه ده. ځینې بیا واک د نورو د غښتلتیا د کنټرولولو په مانا بولي او له هغوی څخه هغه څه غواړي چې دوی ترې تمه لري.

ځینې بیا واک له یوه لوبغاړي څخه د بل لوبغاړي له خوا د واک تر لاسه کولو ته وايي.

خو که ښه ورته دقیق شو، نو خپلو موخو ته د رسېدلو وړتيا او توانايۍ ته واک(قدرت) وايي. په نورو د خپلې ارادې منل هم واک ته وايي.

په دې هم پوهېدل په کار دي چې هغه څوک چې واک (قدرت) لري واکمن او د ازاد مټ، ازادۍ او اختیار لرونکی هم ګڼل کېږي.

واک یا قدرت تل دوه اړخیزه وي. یو هغه اړخ وي چې واک ورسره وي او د دغه واک عملي کول هم د دغه ډلې پر غاړه وي او بل هغه اړخ دی چې واک پرې عملي کېږي.

په واک کې یو بل څه هم ډېر اړین دي، هغه دا چې واکمن بايد له مقابل لوري څخه چې واک پرې چلوي، ډېر واک او فدرت ولري او مقابل لوری باید دومره واک او قدرت ونه لري چې د واک او واکمن پر ضد راپورته شي او د واکمن واک چلنج کړي.

همدلته ده چې پاملرنه او زیرکي په کار ده، ځکه چې واک تل تر تله نه وي، ډېر وخت داسې هم شوي چې واکمن له واکه د لیرې کېدو پر مهال په دار ځړول شوي وي.

د واک یا قدرت یوه بله ځانګړنه دا ده چې ځینې وختونه د واک مرجع یو شخص او یا یوه کوچنۍ ډله وي، خو بیا په ځینو ټولنو کې د واک مرجع ګوندونه یا لويې ډلې وي چې د واک همدغه دویم شکل ته د خلکو له خوا پر خلکو واک او واکمنۍ ته وايي، په دې شرط چې د خلکو په خوښه او د خلکو په اراده دغه ډول واک او واکمني رامنځته شوي وي.

هغه واک دوام نه کوي، چې د ولس ملاتړ ورسره نه وي او په کړنو کې یې د خلکو اراده شامله نه وي.

واک او قدرت ته هغه وخت واک ویلای شو چې له واکمن سره يې اجرائیوي قدرت هم وي او د هغو قوانينو د تطبيق واک ولري چې د ټولنې د سمون او پرمختګ لپاره وضع شوي وي.

له دې سره د واک اهمیت په هغه وخت کې وي، چې خلک له واکمن څخه خوشې په خوشې ونه وېرېږي او خپل واکمن او هغه واک چې له هغه سره وي په بده سترګه او د ځان په تاوان يې ونه ګڼي. د دې لپاره چې د خلکو باور پر واکمن غښتلی شي، د واک چلولو لپاره باید سیاسي پوهه، سپېڅلتیا، زړورتيا، پر ځای غرور، وړتيا او له ټولنې سره ښې اړیکې وجود ولري او دې ته تل ژمن وي چې د قوانینو په رڼا کې د واک لاس ته راوړلو او واک پرېښودلو ته چمتو وي.

په ډېرو هیوادونو کې د واک لاس ته راوړل او له واکه لیرې کېدل يوه عادي او منل شوې خبره ده. هر څه ډېر په اسانه تر سره کېږي که د واک لاس ته راوړل دي او که د واک پرېښودل وي.

په ځينو ټولنو کې بيا د «نه يې منم» فرهنګ حاکم وي. یا يې په حقه نه مني او یا يې په ناحقه د نه منلو فرهنګ عادت ګرځېدلی وي او ځينې خودغرضه چې د هېواد له ګټو څخه خپلې شخصي ګټې ور ته ډېرې مهمې وي هم ورسره همغږي کېږي.

وروسته پاتې ټولنې تل په دغه رنځ اخته وي. مصر، لیبیا، عراق، سوریه، ځينې نور افريقايي او اسيايې هېوادونه ورسره زموږ ویاړلی هېواد افغانستان يې ښې بېلګې دي.

په ځینو کې بیا د واک مساله دومره کړکېچنه شي، چې بدمرغي يې کلونه- کلونه دوام کوي او خپله ټولنه په داسې وبا اخته کوي چې واکسین يې بيا په کلونو کلونو نه جوړېږي.

د سريلانکا، سوريې، سوډان، ایتوپیا، عراق، لیبیا، افغانستان او د بنګلدیش وبا کلونه- کلونه دوام وکړ او په ځينو هيوادونو کې لکه افغانستان تر اوسه په اوج کې ده او د درملنې واکسین يې تر اوسه نه دی کشف شوی.

له داسې بدمرغې وبا د خلاصون واکسين تر ډېره د هغې ټولنې په خلکو پورې اړه لري، ځکه که خلک د واکسين جوړولو او پر ځان تطبیقولو ته ژمن وي، نو واکسین به کشف او بيا به موثر هم وي.

هغه ټولنه چې په خپله په وبا کې خوښه وي، بیا دومره د واکسين په کیسه کې هم نه وي او نه له واکمنو د واکسين جوړول غواړي.

واکمن خو بې له هغې د واکسین په جوړولو کې خپله ګټه نه ويني، ځکه دوی او اولادونه يې د وبا له ګزنده په امان وي. دوی په خوندي هېوادونو کې د ښه ژوند امکانات برابر کړي، خو هغه کسان چې دوی ورباندې واکن دي، کړاو ګالي او قرباني ورکوي.

د افغانستان د کشالې د حل تمه هم که د طالب واکمنانو او په هېواد کې له جنګسالارانو څخه څوک کوي، خپل خوبونه دې اوبو ته تېر کړي، ځکه دغه کړۍ چې واک يې په لاس کی دی، لېوني خو نه دي چې بې له کومې اړتيا واک له لاسه ورکړي.

دوی وايي، تاسو چې په دې بدمرغیو کې خوښ یاست، موږ خو په دې نعمتونو چې ستاسو د بدمرغۍ په پایله کې زموږ واک او لاس ته راغلي دي، هېڅکله ناشکري نه کوو. تاسو چې په مرګ خوښ یاست، موږ په ژوند خوښ یو.

دوی وايي، دومره په اسانه له واک څخه نه تېرېږو، ځکه په سختیو مو ترلاسه کړی دی، تاسو نه ګورئ، هغه ټولنې چې په نړۍ کې د ډموکراسۍ تمثيل هم کوي، د هغوی واکمنان هم له واکه په اسانه نه تېرېږي.

د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ پر شپږمه مو ونه ليدل چې د امریکا د متحده ایالتونو د کانګرس په ماڼۍ د واک د لېوني په امر ور وختل او د خپل واک د ساتلو لپاره يې څو تنه له خپله سره قربان کړل.

تاسو ته هم ګیله په کار نه ده، موږ له تاسو ګیله نه کوو، تاسو له موږ ګیله مه کوئ. موږ چې سره خوشحاله وو د چا زموږ په کارونو کې څه کار دي.

خو د لوی خدای(ج) لارښوونه بيا بل څېر ده، هغه دا چې هغه ټولنه چې په خپله خپل ځان ته تغییر ونه غواړي لوي خدای تعالی تغییر نه ورکوي.

«نو ګيله مې ځکه وکره، زما یاره شيرینه.»

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button