د جمهوریت او امارت ډالۍ

د جمهوریت او امارت ډالۍ

سیدعبدالله پاچا

طالبان چې د کندهار جګړه کې سخت وارخطا شوي دي، نور لار ترې ورکه شوه، پر پل یې ځانمرګی برید وکړ او له منځه یې یوړه.

طالبان د پل د الوځولو لپاره هیڅ توجیه نه لري، یواځینۍ توجیه یې دا ده چې پر دې پل به د عامو خلکو تر څنګ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اکمالات هم کول.

طالبانو ارغنداب کې امنیتي پوستو باندې بریدونه وکړل، زیات شمېر خلک یې بې ځایه کړل، افغان ځواکونو پر دې ډلې ځوابیه بریدونه پيل کړل چې له سختې ماتې سره یې مخ کړل او زیات شمير طالبان یې ووژل.

دا چې طالبانو د ارغنداب جګړه کې سخته ماتې وخوړه او زیات شمېر پکې ووژل شول، بله لار یې پيدا نه کړه، پل یې والوځو چې پر دې لار باندې د افغان ځواکونو اکمالات بند شي.

دا لومړی پل نه دی چې طالبان يې په بمونو الوځوي، بلکې ډيرو سیمو کې طالبانو ورته پلونه الوځولي دي.

دا پل چې اوږدوالی یې تصویر کې مالومیږي، زیات مصارف یې په جوړیدو باندې راغلی دی، خو طالبانو په شاوخوا پنځه لکه افغانۍ باندې له منځه یوړه.

طالب د خپلې جګړې، ویجاړۍ او وینې تویدنې لپاره هر ډول دلایل تراشي، خو اوس خلک ویښ شوي او هیڅ ډول دلایل ورسره نه مني.

اسلام کې وایي چې تاسو جومات وران کړئ او لار جوړه کړئ، نو له دې مالوم کړئ چې په اسلام کې د لارې، سړک او پل ارزښت څومره دی، خو طالب د دې ټولو سره سره تاسیسات ړنګوي.

د ټولګټو وزارت د مالوماتو له مخې، یواځې تیر کال طالبانو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت تاسیسات له منځه وړي دي.

دا تاسیسات عامه و او طالبانو په یوه او بله پلمه باندې له منځه وړي او خوا یې پرې سړه کړې ده.

طالبان تر دې وروسته هم ورته اعمال کوي، ځکه د دوی جګړه د وطن ورانیدو او وینې تویدو لپاره ده او هیڅکله نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي او وینه تویدنه بس شي.

داسې ورځ راتلونکې ده چې طالبان به د دې ټولو حساب ورکوي، طالب په تیرو کلونو کې په یوه کوچنۍ ویاله باندې پل نه دی ايښې، خو په سیندونو او سیلابي خوړونو یې پلونه الوځولي، سړکونه یې ویجاړ کړي، ښوونځي او کلنیکونه یې سوځولي او هر ډول تاسیساتو باندې یې چې لاس بر شوی، له منځه یې وړي دي.

اوس افغانان د طالبانو هر جنایت ګوري او هر جنایت پروړاندې غږ پورته کوي، تاسو به لیدلي وي چې د طالبانو دا عمل له سخت غبرګون سره مخ دی او طالبان پر دې عمل باندې سخت رټل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button