د طالبانو د عمل او خبرو تر منځ فرق

د طالبانو د عمل او خبرو تر منځ فرق

عبدالمنان توحیدیار

د طالبانو د عمل او خبرو تر منځ د ځمکې او اسمان فرق/ سید عبدالله پاچا وسله والو طالبانو پرون په خپله وېبپاڼه یوه مقاله نشر کړې چې سرلیک یې دی، «بین الافغاني مذاکرات څنګه بریالي کیدای شي؟» په دغه مقاله کې طالبانو د افغانانو او نړیوالې ټولنې د هغه غوښتنې چې باید دوی د سولې مذکرات چټک کړي او ژر تر ژره جګړه بنده او اوربند وکړي، لیکلي چې د دوحې توافقنامه افغانستان ته سوله راوړی شي. هغه توافق نامه چې طالبان په خپله ورته ژمن ندي. په توافق نامه کې طالبان مکلف شوي، چې د جګړې ګراف تر کافي اندازې ټيټ کړي، بین الافغاني مذکرات پیل کړي او یو دایمي اوربند ته لاره هواره کړي. خو د دې هر څه بر خلاف طالبانو د دې پر ځای چې جګړه یې کمه نه کړه، بلکې لا یې زیاته او خونړۍ کړه. د افغانستان ټول لوی ښارونه او کلیوالې سیمې هره ورځ د طالبانو د بریدونو شاهدې دي، هدفي وژنې، د سړک غاړې ماینونه، ړانده توغندي او د افغان پوځ په پوستو ډله ییز او ځانمرګي بریدونه هغه څه دي چې موږ او تاسو هر وخت ترې خبرېږو. د دې باوجود طالبان د خبرو له مېز هم تښتیدلي او وخت ضایع کوي، لومړۍ خو دوی شپږ میاشتې بین الافغاني مذاکراتو ته نه چمتو کیدل او ویل یې چې د افغانستان د حکومت سره چې یو مزدور حکومت دی مذاکرات نه کوو، وروسته له شپږو میاشتو چې خبرو ته چمتو شول، تاسو به د خبرو د پرانېستې مراسم لیدلي وي، چې دوی له افغان پلاوي سره څومره غیر ډیپلوماټیک او له افغاني دودونو لیرې چلند کاوه، د دې لپاره تاسو ایله د نادر نادري سره د یو طالب مرکه در په یاد کړی، چې څومره له عقدې ډکې پوښتنې یې کولې او نادري په څومره حوصله ځواب ور کاوه، د دې جریان نه وروسته طالبانو هر وخت په ډېرو کوچینو مسائلو وخت ضایع کاوه، ځکه د دوی پلان دا و او دی، چې بین الافغاني مذاکرات تر هغه وځنډوي، تر څو د امریکايي ځواکونو په شمول ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. وروسته یې په مذاکراتو کې د خپلو مشرانو سره د مشورو په پلمه شل ورځې وقفه واخیسته، پاکستان ته لاړل هلته د دغه هېواد پر چارواکو سربېره له خپلو جنګیالیو سره ولیدل او په جګړه یې ټینګار وکړو، شل ورځې وروسته هم دوی را نه غلل سره د دې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی ورته په قطر کې منتظر و، لس اته ورځې وروسته بیا چې راغلل له قطر نه سمدستي د دوی یو پلاوی د ملا برادر په مشرۍ ایران ته لاړل، یو یې روسیې ته لاړو او له هغه وروسته ازبکستان ترکمنستان ته لاړل. چې د دوی دغه سفرونو کافي وخت ضایع کړو. اوس هم دوی وخت ضایع کوي او مذاکرات نه کوي. بله مهمه خبره دا ده، چې طالبان د سولې نیت نه ښکاره کوي، تاسو د دوی د ویاندویانو ټویټر اکاونټونه وګورئ، هر وخت دروغجن تبلیغ کوي، چې د حکومت مامورین ورته تسلیم شول، په کلیو او بانډو کې خلکو ته وايي چې له موږ نه د بخښنې کارتونه واخلئ، زموږ حکومت را روان دی، بیا به درته سخته وي، وايي کابل په زور نیسو. په ټولنیزو رسنیو کې د فتحې خبرې کوي. د دې تر څنګ د دوی جګړه لامل شوې ده، چې بهرني ځواکونه د وتلو په برخه کې متزلزل حالت خپل کړي او لا هم دوی د وتلو او نه وتلو دریځ نه دی ډاکیز کړی. چې په خپله د طالبانو جګړه او اعمال د دې سبب شوي دي چې دغه حالت پېښ شي. که دوی پخپله د دوحې تړون ته ژمن وای، نو بیا دې ټینګار کولای، چې دا تړون جګړه پای ته رسوي، دا چې دوی خپله دغه تړون ته ژمنتیا نلري، د القاعده سره لا هم روابط لري، د حقاني شبکه یې د داعش سره یو ځای مخرب بریدونه کوي، پخپله یې تاوتریخوالی ډېر کړی، د مذاکراتو مېز یې پريښی او خبرداري ور کوي. بله مهمه خبره دا چې دوی وايي چې د افغانستان د مسائلې بهرنۍ اړخ حل شوی، په داخلي اړخ کې دې بهرنیان مداخلې نه کوي، چې تر ټولو ډېر بهرنیانو ته د مداخلو پلمه دوی په لاس ور کړې ده. د بین الافغاني خبرو لپاره افغان حکومت په وار، وار طالبانو ته وړاندیز وکړو، چې په هېواد کې د ننه ور سره خبرې وکړي، د هېواد د ننه دې هم ځای او ولایت طالبان انتخاب کړي افغان حکومت به هلته ټول لوجیستکي تیاری ونیسي، خو دوی ونه منله او تر اوسه هم قطر کې دي. د قطر ور اخو چې په خبرو کې هم کله وقفه راغلې دوی پاکستان ته تللي او د جمهوریت پلاوی کابل ته راغلی، دوی ایران، روسیې او ازبکستان ته تللي پخپله یې نورو هېوادونو ته د مداخلې لاره ور کړې ده. زه وایم چې د بین الافغاني مذاکراتو د کامیابیدو لاره دا نده په کومه چې طالبان روان دي، لومړۍ دې دوی د افغانستان د مظلوم ولس د اوربند غوښتنه ومني، اوربند دې وکړي او وروسته دې خپل هغه ګونګ دریځ ډاګیز کړي، چې دوی څه غواړي، تر اوسه چې ما څومره د طالبانو خبرې اوریدلي، نه یم پوه شوی، چې د دوی غوښتنه څه ده، ځکه دوی موقت حکومت رد کړی، په همدغه حکومت کې یې د شراکت وړاندیز رد کړی، یواځې دومره وايي چې اسلامي نظام غواړو، خو هېڅ وخت نه واضح کوي چې څه ډول اسلامي نظام؟ لدې ور اخوا د دوی یوه خبره هم واضح نده او پخپله دغه غوښتنه یې هم ګونګه ده. طالبانو ته باید وویل شي، چې اوربند د افغانستان د مسائلې یواځینۍ حل لاره ده. که طالبان اوربند وکړي، له ګواښ تېر شي، لږ تر لږه د حکومت نیمايي نرمښت وښيي زه باور لرم، چې بین الافغاني مذاکرات بریالي کیږي او د بهرنیو مداخلې ته به هېڅ حاجت پاتې نه شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button