د بهرنیو ځواکونو د اډو ساتندوی طالبان

عبدالمنان توحیدیار

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې طالبانو په تیر یو کال کې د بهرنیو ځواکونو د اډو او مرکزونو ساتنه کړې چې څوک پرې برید و نه کړي.

طالبانو له امریکا او نورو نړیوالو ځواکونو سره اوربند اعلان کړی و او د دې لپاره چې دا اوربند یې خراب نه شي، د دوی له مرکزونو یې ساتنه کوله چې کوم بهرني ته زیان و نه رسیږي.

خو طالبانو په همدومره موده کې زرګونه افغانان شهیدان کړي، زرګونه یې ټپيان کړي او سلګونه زره نور یې بې ځایه کړي دي.

طالبانو چې شل کاله افغانان له اشغال سره د مبارزې لپاره قرباني کړل، بلاخره یې هغوی سره هوکړه وکړه، د هغوی امنیت ساتي، خو افغانان چې هره ورځ د اوربند او سولې په تمه نه دي، خپلو افغانانو سره نه اوربند کوي او نه سوله کوي.

له امریکا سره د هوکړې وروسته د جګړې په دوام سره مالومه شوه چې طالب د جګړې دوام لپاره پلمې لټوي او شل کلنه جګړه یې د اشغال پرضد نه بلکې په زور واک ته د رسیدو لپاره وه.

طالبان اوس هم په تمه دي چې ګنې واک ته به د زور له لارې ورسیږي، خو زموږ سرتیري او عام افغانان به هیڅکله بیا اجازه ور نه کړي چې طالب سره لاس کې کیبل او کوتک وي او خلکو ته یې بند کړی وي.

طالبان څنګه توجیه کولی شي چې بهرنیو ځواکونو باندې برید هم نه کو، امنیت یې هم ساتو، خو پر افغانانو بریدونه هم کوو، وینه یې هم توی کو، اوربند ورسره هم نه کو، سوله ورسره هم نه کو، دا کوم خر منطق دی چې طالب یې کاروي.

که طالبانو په وحشت او دهشت باندې واک ترلاسه کولی شوئ، دې تیرو شل کلونو کې به یې یو ولایت باندې واک ترلاسه کړی وی، خو دا چې طالب د مخامخ جګړې توان نه لري، یواځې د جګړې د فشار لپاره موټر بم بریدونه کوي، ماین چاودنې کوي او عام خلک قرباني کوي .

اوس مهال د طالبانو دنده دا ده چې د بهرنیو ځواکونو امنیت وساتي او د دې امنیت ساتلو سره یو ځای پر افغانانو بریدونو ته هم دوام ورکړي.

امریکا ښکاره خبرداری ورکړی، که طالبانو پر امریکایي ځواکونو برید وکړ، همغه ورځ ورسره هوکړه لغوه کوي او پر طالبانو به بریدونه دوام پيدا کړي.

ای کاش طالب د دې هر څه لپاره له اسلام استفاده نه کولی، هر ځل یې د اسلام نوم نه اخیستلی، د جهاد نوم یې نه اخیستلی، طالب په دې هر څه سره پنجابي اسلام باندې ، حقیقي اسلام نوم بدی کړی دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button