لوګر کې د طالبانو جنایت ته د خلکو غبرګون

نویداحمد څرک

د لوګر د برید په تړاو د طالبانو چوپتیا له دې کبله ده چې هغوی د دې برید لپاره توجیه نه لري، خو برید یې ځکه کړی چې د دې برید له مسوولیت یې انکار نه دی کړی.

طالبانو ولیدل چې د لوګر برید باندې څومره خلکو غبرګون وښود او دا ډله یې څومره سپکه کړه او څومره کرکه یې ترې وښودله.

د لوګر د برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي، هغه کور چې برید پرې شوی، د ازري ولسوالۍ زده کوونکي و چې لوګر مرکز ته د کانکور ازموینې لپاره راغلي و او نور قربانیان د دې کور تر څنګ د ملکي روغتون ناروغان او پایوازان و، ځینې خلک کورونو کې ټپيان شوي و.

دا چې برید ډیر قوي و، زیات شمېر خلک تر خاورو لاندې شوي و او د شاوخوا سیمو کورونه ویجاړ شوي و چې خلک ورلاندې پاتې و.

دې برید د لوګر یواځینی ملکي روغتون په بشپړ ډول ویجاړ کړی او دومره وحشت یې کړی چې حتی هیڅ توجیه یې ورته تراوسه نه ده پيدا کړې چې دا برید څنګه توجیه کړي.

طالب داسې هیڅ برید ته توجیه نه شي پيدا کولی، خو ځینو بریدونو ته په سپين سترګۍ سره د اسلام له نظره توجیه لټوي، په داسې حال کې چې نباید اسلام ته د طالب له نظره وکتل شي، بلکې طالب ته دې د اسلام له نظره وکتل شي چې څومره انسان دی او څومره ځناور دی چې له اسلام ناسمه ګټه اخلي.

که تاسو خواله رسنیو ته سر ښکاره کړی وي، هلته به مو له طالب د خلکو کرکه لیدلي وي چې څومره یې طالب غندلی دی، خو زه وایم چې یواځې په غندلو نه کیږي، طالب باید هره سیمه کې ورټل شي او له سیمو وشړل شي.

طالب د افغانانو ازلي دښمن او د دې خاورې د ویجاړۍ او بربادۍ سبب دی چې تر څو د دوی فعالیتونه وي، وینې تویدنې به دوام لري.

څومره چې طالب رټلی شئ، و یې رټئ، څومره چې طالب څخه کرکه کولی شئ، و یې کړئ، طالب خو نه شي کولی چې ټول افغانان په یوه ورځ مړه کړي، مبارزه وکړئ، لږ تر لږه د قلم په زور خو یې ووهئ.

طالب له وحشت او دهشت پرته بله لار نه لري، طالب یواځې هغه څه کوي چې بهرني د جګړې سوداګر ورته لارښوونه وکړي.

طالب انسان نه دی، طالب مسلمان نه دی، طالب افغان نه دی، طالب یو وحشي ځناور دی چې یواځې د انسانانو وینې واک ته د رسیدو او پيسو لپاره توی کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button