دشلمې روژې تحفه

نننی زرین اصل :

د نن ورځی ځوانان ډیر درانه وزنونه پورته کولای سي خو د سهار تر آذان وروسته یو بړستن ( تلتک ) هم نسي پورته کولای ! او دا هم شلمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

حقیقی مینه !

زړه می غواړي چی خپل محبوب خپل کړم . هو ، دا د مینی اقرار دی یعنی « کلمه » ؛

زړه می غواړی چی د خپل محبوب سره خبری وکړم . هو ، دا لمونځ دی ؛

زړه می غواړی چی د خپل محبوب له پاره خوړل او څښل بند کړم . هو ، دا روژه ده ؛

زړه می غواړی چی د خپل محبوب له پاره مال او دولت خرڅ کړم . هو ، دا زکات دی ؛

زړه می غواړی چی د خپل محبوب کور ته ورسم . هو ، دا حج دی ؛

زړه می غواړی چی د خپل محبوب لیک ولولم . هو ، دا تلاوت دی ؛

زړه می غواړی چی تر خپل محبوب ځان قربان کړم . هو ، دا جهاد دی .

په رښتیا هم دا حقیقی مینه ده چی د حقیقی محبوب سره کیږی . نوری ټولی مینی ثانوي یا مجازي دي ؛ نور ټول معشوقان ثانوی یا مجازی دي . نور ټول عاشقان ثانوي یا مجازي دي !

نو راځی چی د ثانوي ، عارضي او مجازی مینی څخه حقیقی مینی ته پناه یوسو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button