د اولاد بندول (ضبط ولادت) زبیرافغان

په مذهبي کړيو کې دا بحث له ډېره وخته ښه تود دی چې ایا په اسلام کې د اولاد بندول روا دي که نه؟ له پخوا څخه په يو شمېر فکري مکتبونو کې له اسلامي اړخه دا کار حرام بلل کېدی ان د اولاد له وژلو سره يې مشابه ګڼلی او حتا يو شمېر يې نن انساني قتل بولي. د خپل دې فکر لپاره يې له قرانه هغه ایت راوړی چې الله تعالی وايي: تاسو خپل اولادونه له لوږې مه وژنئ، موږ تاسو او دوئ ته رزق درکوو. (الانعام: ۱۵۱)

دوی فکر کوي چې د اولاد بندول هم د دې ايت تر حکم لاندې دي. دا لا هم له خپله ځانه اضافه کوي چې د اولاد بندول یوازې د دې لپاره وي چې ساتنه يې ورته ګرانه وي نو ځکه یې بندوي، څو يې اقتصادي وضعه تر دې هم خرابه نه شي. دوی وايي؛ الله د دې مسولیت منلی چې روزي موږ ور کوو، نو بیا د اولاد بندول ځکه روا نه دي چې دا د الله پر وعده بې باوريتوب ښکاره کوي او دا ډېره له خطره ډکه خبره او عقيده ده. نتېجه دا شوه چې اولاد بندول ناروا دي؟

دوی له لویه سره څو تېروتنې کړې دي، لومړی يې د ايت هغه حکم را خیستی چې د ژوندي انسان په اړه راغلی او له داسې موضوع سره يې سريښ کړی چې له هغې سره په هيڅ ډول سر نه خوري. هلته انسان ژوندی و، دلته د انسان په نوم هيڅ شی وجود نه لري، هلته له دې امله وژل کېدل چې له فقره يې ډارېدل، خو دلته د فقر خبره نه ده؛ بلکې څو لاملونه( چې همدلته يې بیا یادوم) د دې سبب شوي چې خلګ د اولاد نه راوړلو ته اړ باسي. د ژوندي انسان وژل د قران په ښکاره ايت منعه دي، خو د اولاد بندول منصوصي حکم نه دی، بلکې د يو شمېر پوهانو له لوري اجتهاد دی، دا په داسې حال کې چې د بخاري او مسلم څو روايات د دې دريځ په ملاتړ کې هم شته چې د اولاد بندولو لارې چارې د رسول الله صلی لله علیه وسلم په زمانه کې اصحابو هم کارولې او رسول الله صلی الله علیه وسلم تر خبرېدا وروسته هم منعه ترې ونه کړه. له دې ټولو توپيرونو سره د دې فکر لرونکو کسانو د اولاد وژنه او د اولاد بندونه سره مرادف(یوډول) ګڼلي چې زما په ګومان يوه لویه تېروتنه ده. هغه حدیثونه دادی:

عَنْ جَابِرٍ، قَالَ: «كُنَّا نَعْزِلُ، وَالْقُرْآنُ يَنْزِلُ»، زَادَ إِسْحَاقُ، قَالَ سُفْيَانُ: لَوْ كَانَ شَيْئًا يُنْهَى عَنْهُ لَنَهَانَا عَنْهُ الْقُرْآنُ (مسلم: ۱۴۴۰)

ژباړه: جابر رضی الله عنه ویل: موږ عزل(د انزال مهال ذکر د مېرمنې له فرجه ایستل) کاوه او قران نازلېده. اسحاق راوي په خپل روايت کې دا هم ویل چې سفیان وویل: که د منعې شی وای، نو قران به موږ ترې منعه کړي وو.

د بخاري او مسل په يو بل روايت کې داسې هم دي:

«كُنَّا نَعْزِلُ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَبَلَغَ ذَلِكَ نَبِيَّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَلَمْ يَنْهَنَا»(بخاري: ۵۲۰۷، مسلم: ۱۴۴۰، الفاظ د مسلم دي)

ژباړه: جابررض ویل: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې عزل کاوه، نو دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېده، نو موږ يې منعه نه کړو.

موږ چې په طبي لحاظ اوس څومره پرمختګ کړی، که د اصحابو زمانه کې هم دا چارې تر سره کېدای شوای نو مخ به يې نه وو ترې ګرزولی، ځکه دوی د اولاد بندولو لپاره يوازې همدا د عزل لار در لوده چې نن يې هم ځينې کسان کاروي، که يې له دې حل لارې کار اخیسته او يو چا بله لار هم ورته په ګوته کړې وای، ایا دوی به رد کړې وه؟

په دې اړه محدثينو له جابر، ابو سعيد زرقي، ابن عباس، حذیفه، عباده او نوور رضی الله عنهم څخه د حدیثو په مشهورو کتابونو کې روايات نقل دي. په دې رواياتو کې هم يوه داسې جمله شته چې ځينې کسان يې په مفهوم اخیستلو کې خطا شوي دي. دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته ویلي: فلا علیکم! دوی فکر کوي چې دا جمله د منعې ده، لکن که د دې جملې خپل جوړښت، سیاق و سباق او نورو رواياتو ته پام وکړو، د منعې معنا نه ور کوي، د لاباس به(پروا نه لري) مفهوم يې غوره او ښه برېښي. په دې ډول موږ کولای شو چې له نورو رواياتو او عقل سره يې سم مفهوم تر لاسه کړو، البته که يې لومړی مفهوم واخلو نو هم له رواياتو سره سمون نه لري او هم غیر معقول برېښي.

زموږ يو مشکل دا دی چې د الله تعالی کړې وعدې موږ داسې ګڼو چې ګواکې الله موږ ته په کور کې روزي راکوي، په داسې حال کې چې د الله هدف داسې نه دی. اصلن قران په دنیا کې شته امکاناتو او اصولو ته زموږ پام ور اړوي چې که له دې شته امکاناتو هر څوک ګټه واخلي، نو به يو څه په لاس راوړي او دا نظام الله جوړ کړی، د دې شته اصولو په مټ يو څه تر لاسه کول ځکه الله ته منسوبوي چې نظام يې الله رامنځ ته کړی او دا زموږ په خپله پښتو ژبه کې هم عامه اصطلاح ده زیات دقت ته اړتیا نه لري، نه دا چې الله زموږ د اولاد روزي زموږ کور ته رالېږي.

د اولاد تر راوړلو وروسته موږ هم د عقل له مخې او د دين له پلوه دا مسولیت لرو چې د خپل اولاد سمه تربیه وکړو، زده کړې په وکړو، انساني خوینه او اخلاق ور زده کړو، څو يې انسانانو ته ګټه ورسېږي. روغتیا ته يې پام وکړو، په فکري لحاظ يې ويښ وروزو، ښې جامې، غوره پایزار، د مکبت لازمي وسایل، د ژوندانه اړين اسباب او نور له ژوند سره تړلي توکي چمتو کول زموږ دنده ده. نو که څوک له اقتصادي ضعف سره سره اولادونه هم زیات راوړي ایا دا چارې به يې سمبال کړي؟ تر داسې اولاد چې سبا انسان وژونکی، انسان تښتونکی، زورواکی، غل، ډاکو، رشوتخور، قاچاقبر او بل داسې څوک چې انساني نسل ته يې تر ګټې زیان ډېر وي، خو يو زوی یا لور او یا بیخي چې هيڅ نه وي لا ښه دي. له انسان څخه دين هيڅ وخت دا غوښتنه نه ده کړې چې مازې دي اولادونه راوړي، بلکې يو شمېر مسولیتونه يې ور په غاړه کړي چې له دې کار سره به هغه هم کوي او د زیاتو اولادونو راوړل ورته ستونزې پېښوي، نو د دې لپاره چې خپل ديني وجایب په ښه ډول تر سره کړو، ښه به دا وي چې اولاد کم راوړو، څو مو هم دنيوي بری په برخه وي او هم اخروي.

زموږ مېرمنې هم پر موږ د يوه انسان په توګه بشپړ حق لري. عيني په هغه ډول چې موږ پر دوی حق لرو او د اداینې هیله يې ځنې کوو. دوی هم حق لري او له موږ يې بايد تر لاسه کړي. زیات اولادونه د ښځې له جسماني او ذهني کمزورتیا سره د ښځې جنسي غریزه او تمایلات یا بیخي وژني او یا يې ډېر کمزوري کوي. څنګه چې دا تمایل يو فطري شی دی، نو ځکه يې ساتل هم د عقل له مخې او هم د دین له رویه لازمي دي. خو که څوک په لوی لاس د چا د شهوت خرابولو هڅه کوي، دا بیا هم نه عاقلانه کار دی او نه د دين له مخې سم. ځکه به نو غوره وي چې خپلې مېرمنې ته د هوساینې وخت ور کړو، زموږ مېرمن جسماني، ذهني او جنسي ارام ته اړتیا لري او دا زموږ ديني او انساني دنده ده چې دا هیله به يې پوره کوو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button