وایې چې یو د لوږې مړ کیده او بل بې رحمه غله یې تر سر لاندې پراټې لټولې .

بسم الله اکبري

وایې چې یو د لوږې مړ کیده او بل بې رحمه غله یې تر سر لاندې پراټې لټولې .
هو! سپین سترګی اوشرمیدلی جوبایډن د افغان د جګړه ځپلي خوار، بې وزلي او د لوږې په ناورین اخته ولس په وړاندې د یوه ماهرحرفوي غله په څیر چلند کوي او د افغانانو حقوقي او قانوني زیرمه شوي پانګه د ۲۰۰۱زیږدیزکال د سیپټمبر د ۱۱ نیټي د قربانیانو کورنیوته ځانګړي کوي چې د یوه فرمان په لاسلیک سره یې په مستنده توګه بشریت ضد اوافغانیت ضد منحوسه او کرغیړنه څیره څرګنده کړه .
افغان ولس په زغرده د د نیویارک په سوداګریزوودانیواو پنتاګون د عربو ترهګروخونړی برید په کلکو ټکوغندې .او دغه ناورین چې د نړیوال ترهګراسامه بن لادن په مشرتابه د عربي حرفوي ترهګرو د امریکایې هوایي چلند د څلورو آلوتکو د تښتولو او د نیویارک د سوداګریزو مرکزونوپه نړولواو کابو درې زره امریکایانو په وژلورامنځته شو د هغه وخت طالبي چارواکي ناخبره اوافغانان هډو په کې هیڅ ډول لاس نه لري .
د دغه لویې تراژیکي پیښې طراح د امریکا د استخباراتي بیلا بیلو شبکو د پلټنې له مخې خالد شیخ محمد پاکستانی و، چې ډیر وخت یې په کویټ کې تیر کړی اود شمالي مریکا په کارولینا کالج کې یې زده کړې کړي وې چې د عربي ترهګرو سره یې منظمې اړیکې درلودې او د دغه ترهګریز برید لپاره خالد میدهارلا د ۲۰۰۰ کال په سرکې امریکا ته سفر کړی اود بل ترهګرعرب نواب الحزمي سره یې اړیکي درلودې او د دواړو نومونه د امریکا د هوایې شرکت د ۷۷ پروازلرونکي آلوتکې د مسا پروپه لیست کې شته وو.
د بوش ، اوباما ، ټرمپ او اوسني جوبایډن د واکمنی دوران د سپټمبرد ۱۱پیښې په پلمه د افغان ولس په کړولو،وژلواو سترو بشري ناورینونو په رامنځته کولو تیرشو. په دغه شل کلنه جګړه کې چې د نړۍ د حرب په تاریخ کې ګڼ شموله هیوادونو د وسله والوځواکونویوه بې رحمه جګړه وه . کابو دوه سوه زره ملکي او پوځي افغانان ووژل شول اوپه زرګونو،زرګونو ټپیان او بې کوره شول . په پنجوایې کې په خوب ویده ماشومان اومیندې شهیدان اودرنې پښتنې میرمنې په سپیو وداړل شوې په مړوافغانانود وحشت او بربریت په دود بولې او متیازې وشوې . د ګواتینامو او بګرام په زندانونو کې څه ناکردې نه وې چې په افغانانو ونه شوې او پایله یې دا شوه چې د شرمیدلي او رسوا شوي ماتې او تیښتې په شپه په امریکایي ډورن آلوتکه د یوې بې وزلي کورنۍ لس تنه غړي چې اووه تنه یې تنکي ماشومان ووپه بې رحمی ووژل شول . د باتورو افغانانو تاریخي غرور د تورتوت کچې ته راټیت اود الوتکي په وزرونو کې دافغان ځوانانوغوښي د بشریت په تاریخ کې د امریکایې زورواکو په ټنډه تورلعنتي داغ دی .
اوسنی روان ناورین اوستره غمیزه چې بې وزله میندې خپلې تنکۍ لورګانې د لوږې او نیستی له کبله او ډیری کسان د خپل بدن غړي حرڅلاو ته وړاندې کوي دا ستاسو د استعماري ظالمانه نامردانه دوستۍ پایله ده چې ځوانې نجونه د لوړتحصیل په آرمان څیري ګریوان واویلاوې کوي او ټول هیواد د یوه نامالوم غمجن برخلیک سره مخامخ دی .
د فرعوني اونامرودي تکبربیړۍ مود افغانانو په ازارډوبه اونسکوره شه .
هو! ګناه کرد در بلخ آهنګری ـــــ جزا دید در مشهد مسګری
پیښه په نیویارک او جزا به بې وسه خو امپراتوریوماتوونکي افغانان ګوري . خدای به راولي دوران .
۱۲/۲/۲۰۲۲`

بسم الله اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button