سپینه کودتا!

عبیدالله سهاک

عبیدالله سهاک
د نړۍ په سیاسي تاریخ کې د دولتونو پر وړاندې ډېرې کودتاوې شوي؛ خو داوُدخان چې د ظاهرشاه په شاهي نظام څه ډول کودتا وکړه، بېلګه یې په تاریخ کې نه ده ثبت.
د دغې کودتا په پایله کې حتی د چا پوزه هم وینې نه شوه، ځکه خو په تاریخ کې ورته سپینه کودتا وایي.
دا چې دغه کودتا په څه ډول ترتیب شوې وه؛ یو ډېر ستر درس پکې پروت دی.
مخکې له دې چې داوُدخان د ظاهر شاه د شاهي نظام پر وړاندې خپله کرکه ښکاره کړي؛ نو د خپل لس کلن صدارت په وروستیو کې یې له کمونېستانو سره اړیکې جوړې کړې.
ببرک داوُدخان ته ډېر ګران و، ځکه خو به یې تل ورته ببرک جان وایه.
د کودتایي پلان په اړه یې لومړی له ببرک سره خبرې وکړې، له ګډې مشورې وروسته د کودتا لپاره داسې پلان ونیول شو:
۱- حسنِ شرق پرچمی د داود خان په امر د صدارت مرستیال وټاکل شو.
۲- فیض محمد خان پرچمی د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.
۳- پاچا ګل پرچمی د سرحداتو چارو وزیر وټاکل شو.
۴- د ببرک پلار جنرال محمد حُسین خان پرچمي ته یې لومړی د جنرالۍ رتبه ورکړه او بیا یې د پکتیا د قول اردو قومندان وټاکه.
۵- د سرسخته پرچمي صمدازهر پلار عبدالکریم عمرخېل د پروان والي وټاکل شو.
۶- د کمونېست ډاکټر نجیب پلار اختر محمد په پاکستان کې د سوداګرو وکیل وټاکل شو.
۷- د داوُدخان د یوه فرمان په ترڅ کې ۸۴ پرچمي معلمان په هېواد کې د ولسوالیو ولسوالان وټاکل شول.
۸- له پرچمۍ مفکورې اغېزمن ۱۷ تنه په مختلفو ولایتونو کې والیان وټاکل شول.
۹- مولوي عبدالعزیز خلقی د جمعیت العلماء رئیس وټاکل شو.
۱۰- همدارنګه لسګونه تنه پرچمیان په هوایي رادار کې د پیلوټانو په صفت وټاکل شول…
په څلوېښت کلن خوب ویده ظاهر شاه صیب د ایټالیا په سفر وتلی و، چې داوُدخان ناڅاپه کودتا وکړه او د ۱۳۵۲ لمریز کال، د چنګاښ په ۲۶ نېټه، د سهار په اتو بجو او شل دقیقو یې د کابل له ملي راډیو څخه افغانانو او نړۍوالو ته داسې بیانیه ورکړه:
ـ جمهوریت مو مبارک…
ـ د م.م د سازمان منشور ته په بشپړ احترام قایل یو…
ـ زموږ بهرنی سیاست له پاکستان پرته له ټولې نړۍ سره په ناپېیلتوب/بې طرفي ولاړ دی، له پاکستان سره د پښتونستان په اړه لانجه لرو…
مقصد دغه یو طرفه ټاکنې او ګمارنې تاریخي مخینه لري.
————–
ښاغلی سهاک د پوهنتون استاد دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button