د طالبانو لاس ته د کابل د لویدلو او د غني د وتلو په اړه د حمدالله محب روایت

امریکا غږ

د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې له افغانستان څخه د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د وتلو په ګډون پر کابل د طالبانو له واکمنیدو مخکې ورځو او ساعتونو په اړه جزیات خپاره کړي دي.

ښاغلي محب په دې مرکه کې څرګنده کړې چې ښاغلی غني دې وروستۍ پریکړې ته رسیدلی وو که جګړه کابل ته ورسیږي، هغه او د افغانستان حکومت به جګړه “بایللې” وګڼي او د هغه په وینا کله چې طالبان د کابل دروازو ته ورسیدل، پریکړه وشوه چې ښاغلی غني له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي وویل له افغانستان څخه د ښاغلي غني د وتلو په اړه له امریکا سره هیڅ ډول همغږي او مشوره نه وه شوې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵ نیټه محمد اشرف غني او د حمدالله محب په ګډون یو شمیر جګپوړي حکومتي چارواکي د چورلکو په مرسته له افغانستان څخه ووتل او څو ساعته وروسته طالبان ارګ ته ننوتل.

ښاغلي محب په دې مرکه کې چې په امریکا کې ثبت شوې امریکا غږ ته وویل چې د ښاغلي غني د وتلو پریکړه د تیرو دریو کلونو د پیښو او جریاناتو له امله وه، نه دا چې پریکړه په وروستیو ورځو او یا هم وروستۍ شیبه کې شوي وي. نوموړي وویل چې د ښاغلي غني وتل “سل په سلو” کې د افغانستان په ګټه دي.

محمد اشرف غني هم له کابل څخه تر وتلو وروسته په یوه ویډیویي پیغام کې چې له متحده عربي اماراتو خپور شو له افغانستان څخه د خپلې وتنې په اړه توضیحات ورکړل او ویې ویل چې د وینو د تویدو د مخنیوي په هدف یې کابل پریښود.

ښاغلي محب په افغانستان کې د رامنځ ته شوي وضعیت د یوې برخې مسولیت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر اوږده واچاوه او ویې ویل:”خلیلزاد د طالبانو لاس ونیو او کابل ته یې راوستل.”

که څه هم ښاغلي خلیلزاد له امریکا غږ سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل چې باید د افغانستان جمهوري دولت او د طالبانو ډله دواړه د سولې د مذاکراتو په ناکامي کې مقصر وګڼل شي.

خو له دې سره سره ښاغلي محب وویل ټول اړخونه د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط مسولیت پر غاړه لري.

له افغانستان څخه د ښاغلي‌ غني د وتلو په اړه حمدالله محب وویل هم د افغانستان د حکومت چارواکو او هم د امریکا استخباراتو معلومات درلودل چې د پاکستان د استخباراتي ادارې “آی اس آی” په لارښونه طالبانو تصمیم درلود چې کابل ته له رسیدو وروسته جمهور رئیس غني اعدام کړي.

ښاغلي محب وویل پر کابل یې د طالبانو د واکمنیدو په ورځ له خلیل حقاني سره د لیدنې په اړه د امریکا له اوسني ځانګړي استازي ټام وست سره چې هغه وخت د ښاغلي خلیلزاد مرستیال وویل مشوره وکړه او هغه پر طالبانو په بې اعتمادۍ سره وویل:” نه، مه ځئ، باور نشته، شاید یوې کوټې ته مو ویسي او ومو وژني.”

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار د طالبانو لاس ته د کابل له لویدلو دقیقا درې ورځې مخکې حالت په اړه وویل، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې له طالب چاروکو سره تر ملاقات وروسته، په کابل کې په امنیتي جلسه کې وویل چې له طالبانو سره په غونډو کې دې نتیجې ته رسیدلی دی چې “طالبان په سوله باور نلري.”

حمدالله محب وویل د افغانستان د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح له سقوط یوه ورځ‌ مخکې له کابل څخه وتلی وو، خو دا یې ونه ویل چې آیا د غني د وتلو په اړه له صالح سره مشوره شوې وه که نه.

هغه وویل نه د افغانستان حکومت او نه هم متحده ایالتونو دا وړاندوینه کړې وه چې افغانستان دومره ژر سقوط وکړي.

د امریکا استخباراتو د افغانستان له سقوط څو اوونۍ مخکې اټکل کړی وو چې له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي قواوو له وتلو وروسته به افغانستان د شپږو میاشتو په موده کې د طالبانو لاس ته سقوط وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار په دې مرکه کې پر اشرف غني د سیاسي فعالیتونو د محدودید په اړه راپورونه درواغ وبلل او ویې ویل چې د متحده عربي اماراتو سیاست دادی چې چا ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.

ښاغلی غنی د افغانستان له سقوط وروسته لومړی ازبکستان او بیا له هغه ځایه متحده عربي اماراتو ته ولاړ. نوموړي تر اوسه له دوو فیسبوکي پیغامونو پرته، پراخ سیاسي فعالیت او په رسنیو کې حضور ندی پیدا کړی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button