دوه خویونه!

۱- په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي الله(ج) به ورسره محبت کوي. (تقوی،ښه اخلاق)

۲-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغه سره به خلک محبت کوي. (سخاوت ،دخلکو سره نیکي کول)

۳-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغه سره به ګاونډی محبت کوي. (روڼ تندی،نیکه معامله)

۴-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي د هغه دوستان به د هغه سره محبت کوي . (دهغوی نیکي یادساتل،او دهغوي بدي هېرول)

۵- په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغه شاګردان به دهغه سره محبت کوي. (دهغوي په پوهوونه کې ډیر زیارایستل،او دهغوی سره نرم خوئي کول)

۶-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغوی استادان به د هغوی سره محبت کوي. (ژر پوهیدل ،اودهغوی احترام کول)

۷-په کوم انسان کې چې دا دوه خصلتونه وي دهغه کورنۍ به دهغې سره محبت کوي. (دهغوی سره نرمه رویه کول او د هغوی مشکلات حل کول).

پاشلی مرغلری

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button