هغه کړنې چې ستاسو شخصيت او ټولنيز محبوبيت ننګوي

ریاض مقامزی
موږ ټول غواړو چې په کورنۍ او ټولنه کې محبوبیت ولرو. خو په دې نه پوهېږو، چې کوم کارونه موږ ته درنښت را بخښي او کوم مو شخصیت ننګوي.
که تاسو ځير شئ په ټولنه کې ځينې وګړي ډېر محبوبيت لري او بعضي نور بیا د ټولو بدې شي.
دا طبيعي خبره ده، چې هر انسان غواړي نور خلک یې ښه ووايي، ويې ستايي او په درنښت ورته قایل وي. په دې برخه کې ځينې وګړي بریالي شي او ټولنيز محبوبيت پيدا کړي مګر برعکس ځينې نور په دې کار نه توانېږي. ددې ډېر عوامل کېدای شي، موږ يې ځينو ته اشاره کوو.

۱. ځان غوښتنه
هغه کسان چې ځان غوښتومکي دي همېشه تر نيوکو لاندې وي او هېڅوک يې نه خوښوي. دغه ډول خلک تر هر څه لومړی خپل نږدې ملګري له لاسه ورکوي. ورپسې ورو ـ ورو د خپلې ټولنې نور وګړي يې هم بد وايي او خپل درنښت له لاسه ورکوي.
ځان غوښتونکي خلک په هر څه کې یوازې خپل خیر غواړي. د ملګرو، کورنۍ او ټولنې غم ورسره نه وي. تاسو کوښښ وکړئ په هر کار کې د خپلو ملګرو او د ټولنې د نورو وګړو ګټې هم په نظر کې ونيسئ. په دې کار سره به تاسو خپل درنښت او احترام ساتلی وي.

۲. عاطفي نا امني
که تاسو داسې حالت لرئ، چې تل کوښښ کوئ د خپل ځان په اړه د نورو نظریات واورئ له عاطفي نا امنئ سره مخ یئ او دا ډول خلک د نورو نه خوښېږي. تاسو کوښښ وکړئ لومړی خپلې کورنۍ ته مينه ورکړئ بیا خپلو ملګرو ته. تر څو پرته له ويلو هغوی تاسو سره مينه وکړي او ومو ستايي. کوښښ مه کوئ د خپل ځان په اړه د نورو فکر په اړه له هغوی ډېر وپوښتئ.

۳. آمرانه چلند
ډېر کم خلک دا خاصیت لري، چې د نورو امر ومني. که تاسو له نورو سره داسې چلند کوئ، خپل شخصیت خرابوئ. له دې ډول خلکو نور وګړي تښتي او یوازې پاتې کېږي. تاسو کوښښ وکړئ تل د يوه ملګري په څېر چلند وکړئ. ددې پر ځای چې هغوی د کمۍ احساس وکړي باید د ډاډ احساس به لري.

۴. ډېرې خبرې
هغوی چې ډېر غږېږي نور یې بد ګڼي. تاسو به حتمن داسې خلک پېژنئ چې تل خبرې کوي، آن د خبرو نوبت هم چاته نه پرېږدي. دا ډول خلک د ټولو بدې شي. په پښتني سیمو کې ورته “کړتو” کلمه کاروي. هېڅ څوک يې خبرو ته اهميت نه ورکوي. نو تاسو کوښښ وکړئ، کم وغږېږئ خو تل په منطقي او مستدللو الفاظو خبرې وکړئ. که په کومه موضوع نه پوهېږئ اړينه نه ده، چې حتمن نظر ورکړئ. ډاډه ووايئ چې په دې برخه کې زه معلومات نه لرم.

۵. منفي فکره
ځينې خلک د هر کار منفي اړخ لټوي او یوازې نيوکې کوي. دغه ډول خلک ډېر ژر خپل محبوبیت له لاسه ورکوي.
که له تاسو سره څوک مشوره کوي، کوښښ وکړئ پيل له نيوکو مه کوئ. لومړی ډاډ ورکړئ او ويې ستايې. بيا په ډېر سمو الفاظو منفي ټکي ورته په نښه کړئ او دا به لا ډېره ښه وي، چې حللاره هم ور وښيئ.

۶. دروغ
تاسو له هر څه وړاندې د خپل شاوخوا داسې یو څوک فکر ته راولئ، چې دروغ وايي. بیا فکر وکړئ چې ستاسو خوښېږي او که نا. ځواب به مو حتمن “نه” وي.
دروغ ويونکي خلک هېڅکله ښه شخصیت نه شي لرلای. ممکن ځينې یې د لنډ وخت لپاره خپل کاذب شخصیت جوړ کړي، مګر ډېر ژر يې له لاسه هم ورکوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button