دوطن مورې!

نن دمارچ اتمه دښځودپیوستون نړیواله ورځ ده .هودهغوښځوورځ چې کړول شوي،ژړول شوي،له کاره شړل شوي په سوکانواوډنډووهل شوي اوپه مرګ ګواښل شوي ښځې.

زه پوهیږم تاته هغه کړاوونه ناڅیزخودخپلې لور،خپلې خور،په زړه داغلي مور،ورارواوبورومیندوناورین،ناورین غمجنې څیرې،په اوښکووچ شوي بارخوګان،ببرسرې یتیمان اوپه سویوځګیرویوبوخت بوډاګان او د هدیره،هدیره وطن شهیدان،په ماتوګوډوپښوپه لرګینولکړوروان ځلمیان یادېږي.اوځکه په چیغو،چیغوژړا اوسووساندوسریې چې په همدې نړیواله ورځ دې ګنې څوګ فریادونه اوسوي کوکارې واوري.

دوطن خواخوږي مورې!

دلته دفریادونواوغمجنوژړاګانوداوریدوغوږونه کاڼه شوي اوهغه سترګې ړندې شوي چې دغیږې ببرسراوچاودمخې بچي دي وګوري .دلته انسانیت اوبشري وجدان هډونشته چې دشهید شناختوته دبوري مور،ورارې خوراودځوانې کونډه شوي پیغلې په کوکاروودردیږي هو! زړونه یې لکه زیږه کاڼي سخت شوي اوانساني عاطفه په کې ورکه شوي ده.

دوطن دردیدلي اوغمیدلي مورې!

مودې،مودې،کلونه،کلونه وشول چې په مخ دې دتړمو،تړمواوښکوغجمن څاڅکي بهیږي.دپیغلوټوګودرونه دماتوشنومنګیوله کودړودک دی شاوخواسره اوشنه بنګړي خواره واره اوټوک،ټوک پراته دي .هو! له هسکه پرې دسکروټواوتودوبمونوباران اوریدلی اوګودرپه ویرپروت دی .ایلبندونوته کوچیانۍ پیغلي پخپلوزنو، نورشنه خالونه نه ږدي اوداوښانوپه غاړوکې کوچیاني ځوندي اوګنګړي نه ځړیږي دکاروانوهغه پخوانی مستي بیاترسترګونشي .دپردوپه لاس بل شوي اوراودستوري جګړې زما دګلالي وطن ټوله هستي اودرنه،درنه ارزښتونه،سپین غر،سپین غرغیرتونه اوتورغر،تورغرن نګونه تباه اوټپي، ټپي کړل.

دوطن غمجنې مورې!

نورمه ژاړه یوه شیبه دمه شه اودوطن غمیدلومیندو،پیغلونجونوته خپل دزړه آه اوپیغام ورسوه.

دوطن مورپه درنه لوپټه کې په لرګینه لکړه تکیه اوپه ریږدیدلولاسونویې څلور شمې ولګولي اوراته ویل یې:!

زویه! دغه شمې دځوانیمرګوپیغلوناهید،فرخندې،انګیزي اوسنګسارشوي رخشانې په مزارونودمارچ داتمې په ویاړولګوه.

بسم الله اکبري

۸/۳/۲۰۱۶

هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button