ننګ او بې ننګي

لیکوال: بسم الله اکبري

۲/۳/۲۰۱۶هالینډ

یو وخت د اعلیحضرت لوی احمد شاه بابا لښکرې د هند په لورې وخوځیدې د لوی ننګرهار د خوږیاڼیو په سیمه کې د بابا د لښکر سرتیرو د سپین غر د آسمان څکو تړو او سر درو یوه هوسۍ د ښکار په موخه په نښه کړه. هوسۍ د یوه لوي پوځ له سرتیرو سره مخ وه د ډزو او غشو په باران کې لکه تالنده بریښنا د کګلیچونو لوړو او ژورو اوښته او د سپین غر د باتور او غیرتي ولس د کلو او بانډو په لور یې مخه کړه او ستړي، ترسیدلي اورمیدلي هوسۍ د یوه خوږیاڼي په کور ور ننوته او د کورپه دننه کې په یوه ګوښه ځای کې دمه اوپټه شوه. هوسۍ د لیونو سرتیرو د څار لاندې وه او نیغ په نیغه د هغه خوږیاڼي پښتون د دروازې ومخې ته ودریدل په کوم کور کې چې ترسیدلي هوسۍ پناه اخیستي وه د دروازې د ځنځیر په شرنګولو او ټکولو سره ببر سری خوږیاڼی پښتون ورته راووت او له سرتیرو یې وپوښتل څله مو د دروازي ځنځیر وشرنګاوه خیرت خو به وي؟

د احمدشاه بابا د لښکر سرتیرو ورته وویل ستاسو په کورکې زموږ د ښکار هوسۍ ننوتي او پټه شوي ده هغه راوباسه او زموږ په واک کې یې راکړه؟

خوږیاڼی ورته وویل :

میلمانه او نابلده راته ښکاره شوی کنه په مخ مې د ننګ اوغیرت څپیړي درکولي د یوه ځیږ، غرني پښتون په کور کې زما د سپین غر د هسکو څوکو هوسۍ پناه اخیستي او بیا یې زه ستاسو په واک درکړم په پښتني نرخ او څلي به تاسو هډو پرې نه ږدم چې د خپلې سترې تیروتنې ناغه رانه کړی.

د هوسۍ پر سر د غیرت او ننګ دعوه او کیسه د اعلیحضرت احمدشاه بابا حضور ته ورسیده.
بابا خپل سرتیري ملامت او وګواښل د پښتني ناغې سره جوخت یې د خوږیاڼي پښتون څخه د خپلې تیروتنې بښنه او عفوه وغوښته.

خبره د ننګ او غیرت په اړه ده .

اسامه بن لادن هغه څوک و چې د هغه پرسر د طالبانو مشر ملا محمد عمر د نړۍ د ستر آبرځواک په وړاندې خپله ککره او واکمن نظام د لوی خطر او ګواښ سره مخامخ کړ او په افغاني ننګ او اسلامي اخوت یې هغه وساته او د جورج بوش د ګواښونو پروا یې ونه کړه او په پایله کې یې د یوه عرب پر سر ټول واکمن نظام بایلود او په دې لاره کې زرګونو، زرګونو میړونو خپل سرونه وبایلل او خپل افغاني ننګ یې تلپاتې ژوندی وساته.

په دې شپو او ورځو کې د اسامه بن لادن وصیت لیکونه او نور یادښتونه د ژبو په سر دي او هغه دا چې اسامه بن لادن په یادښت کې کاږي چې میرمن یې ایران ته په سفر تللي وه د سفر په مهال یې یو غاښ تر تداوی لاندې و خو د ایران د څارګر سازمان په نغوته زما د میرمنې په غاښ کې دغنمو د دانې په اندازه یو الکترینیکي چیپ کارت په خورا ځانګړي مهارت ځای په ځای شوی څو د هغه په وسیله زموږ ځای ځایګي په نښه او معلوم کړي. او له بلې خوا د پاکستان حکومت او د ای اس ای څارګر سازمان د بن لادن په اړه تل د امریکا چارواکو او سي،ای،اې ته د میلیونو، میلیونو ډالرو د لاسته راوړلو په موخه غلط او ناسم معلومات ورکول او د هغه په نامه یې د افغانستان په بیلابیلو پښتون میشتو سیمو کې د بې ګناه افغانانو، ښځو او ماشومانو ویني د ډورن او نورو ړندو بمباریو په وسیله وبهولې. هو هغه اسامه بن لادن چې د پاکستان د څارګر سازمان او چارواکو په غیږ کې اسلام آباد ته نیږدې استوګن و او د هغه پرسر یې د میلیونو، میلیونو ډالرو ترلاسه کولو وروسته د هغه کور د امریکا هوایې اوپوځي ځواک ته په نښه او د بمباری په ترڅ کې له منځه یوړل شو او مړی یې سمندرته ګوزارشو.

خو په مسکوکې ساتل شوی امریکایي څارګر سنوډن د هغه وژل او په سمندر کې ګوزارول نه مني خو د هغه په اړه هم ایران او هم دپاکستان څارګرسازمان خپله استخباراتي لوبه او سوداګري په خورا بې ننګی پرمخ یوړه او دادی اوس یې د داعش وحشي او خونړی پروژه د افغانستان پر ضد پیل کړي او په دې لاره کې به هم دسپیني ماڼۍ په میلیونو، میلیونو ډالرې او اف۱۶ترلاسه کړي.

افغان مظلوم ولس به پخپلو وینو کې رغړي او نړیوالې توطیې د دوی په جغرافیه په نوو بڼو پلي کیږي. هسې هم افغان چارواکي د بې ساري فساد په خوسا ډنډ کې ښکیل او پخپل منځي مافیاېی، زرګري جګرې او سوداګری بوخت دي.

هر جا که رسید سم اسپ قدغن
نه مرده کفن یافت نه زنده چپن

د غلو او درغلګرو د رسوایې او نابودۍ په هیله
ب.اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button