نوی کال او روانه خونړۍ غمیزه

بسم الله اکبري

لویه خدایه! لویه خدایه! رښتیا،رښتیابه وایم که وم ،وم که نه وم نه وم اوهغه داچې:
زه دهغه غمجن اوویرجن ملت اوولس په اړه غږیږم چې همدا روان کال کې دټولي نړۍ په کچه غمجن اوویرجن ملت اوولس وپیژندل شو.
هوهغه ولس اوملت یادوم چې د نړیوالې پلټنې اوګرویجنې په پایله کې یې داداري فساد اودرغلۍ په رشوت لوبه کې دویمه درجه ترلاسه کړه.
هغه هیواد او ولس یادوم چې په نړیواله کچه دکونډومیرمنواوبورومیندوشمیره په کې بې ساري اوزړه بوږنوونکي ده.
هغه غرنۍ وطن چې ترګرده نړې په کې قبرستانونه اوهدیرې زیاتې اوبې حسابه دي.
هغه ملت اوولس چې دځمکې په کره کې په میلیونوشهیدان اوببرسره یتیمان لري.
هغه ولس اومظلوم ملت چې هره ورځ دټولي نړۍ په پرتله زرګونه،زرګونه لیتره دبې ګناه انسانانووینه په کې بهول کیږي.
هغه زوریدلي اوکړیدلي خلک چې هره ورځ یې له غمجنوسترګوپه زرګونو،زرګونولیتره اوښکي بهیږي.
هو هغه هیواد چې دنړۍ په نقشه کې ترټولوډیرغله اودرغلګرلري هغه چې سرې سترګې ګرځي نه حساب مني او نه کتاب .
هغه دخنداوړاونمونه هیواد چې دوه سري پاچا هان اودارګ آس یې دوه زینونه لري.
دټوکوخبره نه ده هغه هیواد یادوم چې دټولي نړۍ په کچه له شمیره وتلي سلاکاران او ویندویان لري.
هو هغه هیواد چې دنړۍ دټولو پارلمانونو په پرتله یې دولسي چرګې کدو سره وکیلان زیات باډي ګاردان اوځاني ساتونکي لري.
داسې هیواد یادوم چې پیران ،مجددیان، سیدان، جهادیان او ټوپک سالاران په زرګونو، زرګونو جریبه غصب شوي ځمکې لري چې دافغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.
هوهغه هیواد چې په ټوله نړۍ کې خورازیات هغه هم په زرګونو،زرګونوټنه مخدره مواداوفقیربوټي یانې چرس تولیدوي.
هغه بدمرغه هیوادچې په نړیواله کچه په میلیونونو،میلیونونوپه مخدره توکوروږدي اومعتادین لري.
هغه هیوادچې په پلازمېنه کابل کې دکانالیزاسیون دنشتوالي له کبله هره ورځ په سلګونو زره ټنه غایطه اوفظله مواد ډیران او انباریږي.چې غیر صحي اوک کړچاپیریال یې په ټوله نړۍ کې ساری نه لري او د بیلا بیلو ناروغیو او سرطاني انتاناتو ځاله ده.
هغه هیواد یادوم چې په معاصرتاریخ کې په اوږده خونړۍ جګړه کې ښکیل اودنړۍ دټولوجګړوپه پرتله ډیرشمیرهیوادونه دجنګ جګړې په موخه دغه هیواد ته ن نوتي اوبې پایلې ترې وتي دي.
هغه هیواد چې په نړیواله کچه خوراسترې طبیعي زیرمې اومنابع لري چې په زیاتوبرخوکې بې ساری چوراوچپاول پرې روان دی.
هغه هیوادچې مشران اوزورواکي یې خوراډیرې خبرې اوغورتې پرتې کوي خوپه عمل کې هیڅ دي اودخلکو سترګوته خاورې شیندي.
هغه هیواد چې دښځې مقام بابیزه اودهغوپه وړاندې دټولې نړۍ په کچه تاوتریخوالی اوخشونت په لوړه کچه بلل شوی ځوانیمرګې پیغلې شهیدانې ناهید، فرخنده، انګیزه او سنګسار شوي رخشانه دافغان تاریخ تراژیدي اوپه ماشومانو جنسي تیري دبشري وجدان ماتم دی.
داسې هیواد یادوم چې په ټوله نړۍ کې یې له هیواد څخه بهر د کډوالو شمیر زیات او د ځوانانو فرار له سوریې وروسته لومړی مقام لري.
لویه خدایه ،لویه خدایه رښتیا،رښتیا به وایم زموږګلالی ګران هیواد افغانستان دنړۍ دوو سترو خونړیو امپریالیستي آبر ځواکونو سوسیالیستي شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو د بشریت ضد ښکیلاکي سیاست په لوبه او زور ازمایې کې په ورته ناتار او ناورین اخته اود دوی لاسپوڅو بریتورو او ږیرورو، خیرن سرو او څڼیاورو په شر غوبل کې دا لرغونی تاریخي وطن دمرګ په سیلګو او ویرجن ماتم بوخت دی .ماته نوروز غم روز او پریږده په دې ورځ په چیغو، چیغو وژاړم زه نوروز نه نمانځم او افغان ملت ته دمبارکۍ ویلو څه نه لرم.

خو دا وایم چې :

د درغلیو حساب نشته – حوصله نه شته زه به کوم کوم وشمیرمه

بسم ا لله اکبري
۱۹/۳،۲۰۱۶هالینډ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button