ددغه مېوې خوراک د چاغښت مخه نيسي

تميم ځاځی
که تاسو د خپل وزن د کمولو هڅه کوئ نو يوه لاره د مېوې خوراک هم دی، چې په ځانګړي ډول په پرله‌پسې توګه د مڼې خوراک ډېر ګټور دی.

امريکا کې په شوې يوه نوې څېړنه کې معلومه شوې ده، چې مېوې خوړل د انسان د وزن په کمولو کې مرسته کوي. د هاورډ ميډيکل سکول څېړنه وایي، چې ښایي دا خبره هيښوونکې وي، خو د مېوې ډېر خوراک د چاغښت د له منځه وړو کيلي ده.

څېړونکي وایي، چې سره له دې چې مېوې لسګونه نورې روغتيايي ګټې لري، يوه ستره ګټه يې د انسان د زياتي وازګو او غوړو ويلې کول دي. مڼه، ناک (ناشپاتي)، مالټې او سټرابري هغه مېوې ښودل شوي، چې د چاغښت په له منځه وړو کې تر ټولو ډېرې اغېزناکې دي.

څېړونکي وایي، چې که د ورځې يوازې لږه مېوه هم وخوړل شي، په پنځو کلونو کې انسان نيم کيلو وزن بايلي او دا که څه هم لږ برېښي، خو روغتيا ته ګټه کوي او د شکرې، کينسر، لوړ فشار او رګونو د ناروغيو ګواښ کموي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button