داتلسمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
نننی زرین اصل :

کلمه طیبه د دوو برخو څخه جوړه ده . په دواړو کی دوولس ـ دوولس حروف دي . دواړی بېله نقطو دي . لومړنۍ حصه د ژوند مقصد راښیی او دوهمه حصه یې د ژوند طرز ! ( لا اله الا الله + محمد رسول الله ) !

او دا هم اتلسمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

ولی لمونځ نه کوې ؟

ګرانه وروره او ګرانی خور !

آيا لمونځ ماليات غواړي ، چی د پيسو په ورکړه دي زړه نا آرامه کیږی ؟

آيا لمونځ دومره ډير وخت نيسي چی تا د ژوند له چارو محروموي ؟

آيا لمونځ دومره دروند عمل دی چی تا سخت ستومانه کوي ؟

آيا لمونځ کوم داسی عمل دی چی ثواب او عذاب نه لري ؟

داسی قطعأ نه ده بلکی لمونځ د مسلمان د نجات ذريعه ده او د لمانځه په غفلت سره د سختو عذابو خبردارئ راکول سوی دی .

لمونځ يو الهي منظم پروګرام دی چی په ټاکلو اصولو او ټاکلو وختونو کی ادا کيږي ، هيڅوک هم د دې پروګرام د تغير حق او توان نلري .

نو ګرانه وروره او ګرانی خور!

لمونځ د ورځی پنځه وخته يوازی څو دقيقی وخت نيسي چی بنده د خپل ستر څښتن حضور ته دريږی او د هغه (ج) مناجات کوی .
نو د دې پر ځای چی شيطان ته تسليم سو او هغه پر موږ باندی د خپل زړه لوبی وکړي ، راځی هغه څه وکړو چی له پاره یې دې دنیا ته راغلي یو یعنی د خپل رب (ج) اطاعت ته سر ټیت کړو او شیطان وترټو ، دنیوي او اخروي بری وګټو او په امتحان کی مؤفق سو ( الذاریات ۵۶ ) .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button