دوه هغه باورونه چي د خپګان سبب کېږي

ژباړه: میرویس اتل

موږ انسانان داروايي اعتقاد او باور له مخي ځیني وختونه دبهرنۍ نړۍ په اړه داسي نظرونه خپروو چي بیله خپګان او ځان زیانمنولو بل څه ترې نه سو اخیستلای لکه دا باور چي انسان په ذات کي ښه دی یا داچي دانړۍ ولي دومره غیري عادلانه ده.

څیړنو دنورو لاملونو په څنګ کي دوه هغه باورونه څرګند کړي چي خپګان ورسره ډیریږي یادخپګان ډیرولو سرچینې دي.

1- ټول باید ما خوښ کړي

انسان په خپل وجود کي بیلابیل ډوله غوښتني لري ، له ځانه دجهان او ټولني سره د اړیکي دا ډول یوڅه مهم هم دی « زما قدر او اهمیت په دې کی دی چي نور مي په اړه څه ډول فکر او قضاوت کوي. »

مګر ولي دغه ډول فکر تاواني او خپګان ته زمینه برابرونکی دی ؟ ځکه په دغسي فکر مو خوښي او ارامتیا له واکه باسو ، ټول اروايي انډول او دځان خوښ ساتلو مهارت مو نورو او دنورو رضایت ته سپارو.

ددغه ډول فکر مخنیوی دنورو او ټولني دڅارڅخه تیښته او یوازیتوب نه دی ! دټولني له سترګي او قضاوته تیښته دغه کار ته تایید او دوام ورکوي.

ددغه ډول فکر مخنیوي ته چي برخلیک زموږ اروايي وضعیت او هویت نورو ته په لاس ورکوي ترهرڅه مخکي باید له ځانه وپوښتو چي « آیا دا حقیقت لري چي خوښي او ارامتیا موږ ته دنورو دخوا ټاکل کیږي؟»

خبره دا نه ده چي موږ د یوځل دپاره د نورو له قضاوته ځان وژغورو او په غیري واقعي بڼه ځان له جهانه خوندي وساتو . منطقي چلند خو دادی چي دوهم او دریم قدم مو باید دې ته وي چي ددې غوښتني وزن او بار کم کړو چي نوم یې دی « ټول باید ما خوښ کړي.

بده به نه وي چي دافکر وکړو چي زموږ ځیني خویونه نور خوښوي او ځیني نور نه خوښوي مهمه نه ده چي په ټول ډول پر نورو باندي ومنل سو . دخپل منطق جوړولو او پراخولو دپاره داهڅه هم کولای سو چي په ځان دا ومنو « که زه ډیر وخت له ځان سره خوښ یم نو ددې احتمال ډیر دی چي نور وګړي سته چي زما وضعیت درک کولای سي.»

که څه هم پرنورو دځان منلو ته غوښتنه ډیره غیري طبیعي نه ده ټول خوښوو چي نور مو خوښ او تایید کړي. خو باید دې واقعیت ته هم په ارزښت قایل سو چي انسانان بیلابیلي سلیقې او دباور کولو یا تربیې بیلابیلي طریقې لري چي موږ نه سو کولای خپل خویونه ورباندي برابر جوړ کړو .

2- زه باید هیڅ کمی ونه لرم

ولي دپوره او مکمل کیدواو ترنورو دغوره والي احساس خپګان ته زمینه جوړونکی دی ؟ ځکه په اوله پړاو کي زموږ پر روحیه داسي منطق حاکم دی چي هرڅه تور او سپین ویني . دژوند قانون هم مخکي یا وروسته دا راښيي چي موږ نه سو کولای چي هرڅه کي بریالي او پوره واوسو .

په همدې بنسټ دکمي نه درلودلو احساس داسي معنا ورکوي چي خپله خپل ځان توهینوو او ځپو .

البته دحل لاره دانه ده چي له هڅو لاس واخلو اود خپل کمي بشپړیده په منځني حد کي ومنو او نور نو پر ارامه ورته کښینو چي هرڅه سمیدونکي دي.

له پوهي معلوماتو او منطق څخه په استفاده موږ کولای سو چي له یاد زیان رسونکي باوره ځان خلاص کړو . دسخت کوښښ په ملتیا واقعیت مننه دخپل ژوند تمرین وګرځوو او ځان ته ووایو « مهمه داده چي دځان په سمون او مکمل کیدو کي یوه هڅه هم ونه سپموو »

دا باید هیره نه کړو چي دغه ډول باورونه اوږده اوږده کلونه زموږ پر روح او اروا ټکوهل سوي او ټینګ سوي دي او نه سي کیدای چي په یوه شعار یې موږ له ذهن او چلنده لیري او حذف کړو .

لکه دتل غوندي په منطق معلوماتو او حواسو ، ذره ذره، په هر غبرګون او تصمیم کي ، له ځان سره مهربانتر واوسو او له هرډول مطلق دریځۍ څخه یوڅه فاصله ونیسو .

نور ښکاره کړئ
Back to top button