جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !

جنګي کولنګي چرګانوبیا نوي آذانونه پیل کړل !
د بلخ پخپل سر ټولواک اوپخوانی لاس تشی معلم او اوسنی مولټي میلیونر سترجنرال عطا محمد نور او د چورلمان یا ډالرلمان ستر چورواک اومولټي میلونر زورواک مشرمير رحمان رحماني په خورا غوسه ناکو ګواښمنو ګوت څنډنو بیا لکه جنګي جرګان خپل وزرونه وټپول څو یوځل بیا د هیواد په دغو حساسو او غمجنو شرایطو کې ستونزي اوپلانیزه سیاسي تاوتریخوالی رامنځته کړي. او داځلي یې ټارګیت د ولس مشر اشرف غني لومړی مرستیال آمرالله صالح دی چې دیوه غیور او جسور افغان په توګه یې د سوېس دژنیوپه ښار کې د افغانستان سره د ۲۰۲۴زکال پوري د نړیوالو هیوادونو د مالي مرستوپه اړه ،ګډ کنفرانس ته د جوړیدو په درشل کې په زغرده ځيني په مالي ستر فساد کـکړو څیرو ته اشاره وکړه چې ډیری دا ډول چورواکي اوغصبګر د افغانستان په پارلمان کې د غړیتوب له کبله د عدلي او قانوني پوښتنو او ګرويږنو ته نه حاضریږي خو هغوی به هرومرو د عدالت میزته راکش کړای شي چې په دې اړه کره اوباوري شواهد موجود دي .
د آمرالله صالح په دغه زغرده غیرتي غږ ټول د ملي شتمنیو غله چورواکي را پاریدلي او هغه مشهوره وینا چې خایین خایف اوډارن وي دادی د بلخ ټولواک ډالرجنرال عطا محمد نور د امرالله صالح په اړه د هیڅ ډول سپکوسپورو او ګواښمنو ګوت څنډني څخه ډډه نه ده کړي اود هغه په وړاندې یې د ځینو مجاهلووسله وال غبرګون هم یاد کړی دی.
ښاغلي آمرالله صالح د خپل پاک وجدان اوزړور ملي غرور له مخې یوتاریخي اړین ګام پورته کړی نو اوس دافغان ولس دا ملي دنده او مکلفیت دی چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د هغه په نـنګه اوملاتړغونډې وکړي او د چورواکو مفسدو بیلابیلو څیرو ته چې د دوی له لاسه افغانستان په نړیواله کچه د فساد په لومړی لیکه کې ولاړ دی خوله اوغاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي .
صالح صیب!
دوه ځلي ستا پرضد د هدفي وژنې تروریستي ناکامې هڅې اوچاودنې وشوي . ته د کابل په یوه بې وزله پنجشیري کورنۍ کې رالوی شوی د پنځو وروڼو مشر وې چې په اته کلنی کې یتیم شوې او په وروستیو کلونو کې دې یو ورور په کابل کې اوبل هوایې افسر ورور دې په کندهارکې شهیدان شوي او په زړه د هیواد غمجنې غمیزي په تیره بیا د پاکستان د جهنمي سازمان ای،اس،ای د څرګندو لاسوهنو اوتر هګریزو توطیوپه اړه خونړي ټپونه لري او تاسو په رښتیني توګه د پخوانیوباتورو عيارانو اوکاکه ګانو وارث یاست . افغان ملت ستا سره دی .
د شمشاد اوپامیرد هسکې څوکي په څیر دې د غیرت اوشهامت شمله اوچته اوسه .
په کولنګي چرګانو لاسبری دی په جسارت اوزرغون خوځښت کې په ډاګه دی . الله دې مل شه .
۲۵/۱۱/۲۰۲۰
بسم لله اکبری

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button