د غوزانو (چهارمغز) خوړل مو په شکر ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ کموي

ریاض مقامزی

نوې څېړنې ښيي، چې په ورځني ډول د (۵۶) ګرامه چهارمغزو خوړل مو په شکر ناروغې د اخته کېدو ګواښ په بې سارې توګه کموي.
روغتيايي څېړونکي وايي: هغوی چې په خپلو کورنيو کې د شکر ناروغۍ تاریخچه لري، تر نورو ډېر پر دې ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي نو دوی ته په کار ده، چې په خپل غذايي رژيم کې چهارمغزو ته ځانګړی ځای ورکړي.
رويټرز خبرې آژانس د امریکا متحده ایالاتونو “یيل” پوهنتون د څېړونکو له قوله وايي، چې د ورځې (۵۶) ګرامه یا هم (۱۴) چهارمغزو خوړل د شکر ضد تر ټولو ښه وقایه ده.

څېړونکو په دې څېړنه کې د شکر ناروغانو ته همدغه اندازه چهارمغز ورکول، چې وروسته له شپږو میاشتو د ناروغانو روغتيايي حالت کنټرول وو.
حېرانوونکې دا وه، چې چهارمغزو د غوړو اسیدونو او ويټامينونو سره ـ سره د ناروغانو وزن نه و زیات کړی.
ډاکټران د وزن نه زیاتېدو لامل دا بولي، چې چهارمغز د مړښت احساس ورکوي او انسان له ډېر خوراک لرې ساتي.
یاده څېړنه چې په (۳۱) نارینه او (۸۱) ښځو ترسره شوې ده، ښې پايلې درلودې او د “ییل” پوهنتون څېړونکي وايې که غواړئ پر شکر د اخته کېدو ګواښ کم کړئ نو په مناسبه اندازه چهارمغز وخورئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button