کولپ شوي زړونه/ پیر محمد کاروان

شاعر: پیر محمد کاروان

وه نو زمانه وه په کې ځینې ځینې زړونه وو
هی هی چې تر مورګو پورې ډک له مینې زړونه وو
ډېر مې له نږدې نه په هندارو کې لیدلي وو
ښکلي وو خواږه وو په نغمو را غږېدلي وو
څه په کې غوټۍ وو څه ګلونه سپړېدلي وو
پرخه به لفظونه وو خواږه پرې لګېدلي وو
غېږې یې په مینه راته خلاصې موسېدلي وو
سل یې وو لاسونه د دعا را غځېدلي وو

***

داسې موسم راغی چې د زړونو ښار ته ور مه شې
وتړه غوږونه سترګې پټې کړه خبر مه شې
زړونه دي کولپونه او کولپونه زنګ وهلي دي
سترګې یې ګنډلې په غوږونو کې یې خلي دي
ډک یې له خځلو نه څلور واړه کورونه دي
بس په کې امبار دي تهمتونه دي تورونه دي
داسې کیلي نه شته چې به دوی ور باندې وا شینه
مګر په کیلي بدله مینه او هوا شینه
ګوندې چې له بندو دیوالونو نه ور تېره شي
مینه چې ور یاده کاندي کرکه ترېنه هېره شي
ورو به یې راشین شي په خځلو کې زرغون بوټی
ګل به شي غوټۍ به شي د ښه نوي مضمون بوټی
دا زړونه کولپونه چې په داسې کیلي وا شینه
دا بندي مرغان به په نغمو او په هوا شینه

۴ عقرب ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button