ترورېزم د اسلام سره هېڅ اړیکه نلري

نویداحمد څرک

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پوهنتون کې یو لکچر کې ویلي چې اسلام او ترهګري له یوبل جلا دي، ترهګري یو تخنیک دی چې باید مبارزه ورسره وشي.

هغه ویلي

ترهګري او اسلام سره هیڅ اړیکه نه لري، هر څوک چې اسلامي ترهګري وایي، باید عیسوي ترهګري هم ووایي، بودايي ترهګري هم وايي، هندي ترهګري هم ووايي، دا د نړیوالې ترهګرۍ پنځم موج دی، اسلام او ترهګري له یو بل جلا دي.

ترهګرو موږ باندې هر څه وکړل. ویې سوځولو، څه یې را باندې ونه کړل؟ دلته ضرورت د دې دی چې دا بحث راشي او ښه والی په څه کې دی؟ نن د اسلام ټول علما تاسې سره په یوه صف کې درېدلي دي. یو ځای کې لږ څه سستي ده او هیله ده هغوی هم پوه شي. که مار مو په لستوڼي کې روزئ، بېرته تاسې چیچي.

خلک دې لاړ شي. زه په ټولو مشرانو او سپین ږیرو باندې ناره کوم ولاړ شئ، په جرګه ولاړ شئ، مه پرېږدئ چې نور دا اعمال وکړي. دلیل څه دی؟ خارجیان! خارجیان خو ولاړل. که ما ویلي چې پاتې دې شي؟ له هغې ورځې چې زه ولسمشر شوی یم، تاسې یوه ورځ له ما څخه اورېدلي چې دوی دې پاتې شي؟ دوی چې فیصله وکړله، ما وویل، د خدای لپاره، ولاړ شئ چې نوی فصل پیل کړو. نو دلته خو څه شی نشته، اوس موږ په پښو درېدلي یوو، پخپلو پښو به درېږو.

پاکستان د سولې پروسې دریم اړخ دی، که هغوی لوی قدمونه واخلي، موږ همېشه حاضر یوو. که یې وانخلي نو بیا به یې هغه زمان وایوو. اما افغانستان ته دوه سولې ضروري دي. یوه له پاکستان سره سوله. بله له طالبانو سره سوله. یوه له بلې نه بېليږي. او دلته ضرور ده چې موږ په یوې مشترکې ژبې باندې راشو. که خدای ناکرده افغانستان وښورېده، این کشور در طول قرن ها نشان داده که یا مرکز ثبات منطقوی می شود یا مرکز بی ثباتی. موږ یوازې نه یوو، تړلي سرحدونه نه لرو. کرښې نه لرو. دا خلاص دي، نو ځکه ډېره ضروري ده چې دلته یو واضح فکر وشي.

زه دا وطن آبادوم، تاسو سره یې ابادوم، په ګډه یې آبادوو! لس وارې دې راشي وایي خرابوو یې، پلونه بیا جوړېږي، راشئ زړونه جوړ کړئ! او په ګډه که لاس ورکړو دا وطن به نمونه شي. څه نه لرئ؟ خدای (ج) څه نه دي درکړي، هر څه یې درکړي دي په اتفاق شئ. هماغسې کارنامې چې د تاریخ په سختو شرایطو کې مو کړې دي، لوی تصامیم مو نیولي دي.

نن دوه رقمه افراطیت راغلی، یو د هغوی افراطیت دی چې نه مو افغان ګني نه مو مسلمان ګني، راشه تسلیمي راکړه، افغانستان زما ده، زه د افغانستان یم پالو یې او ساتو یې په هر قیمت باندې. اما پیام مې دا ده دوی به محاسبه غلطه وکړي. غلطه په دې چې دوی به وینې توی کړي.

زما غوښته له هر طالب جنګیالي دا ده چې خپل فکر وکړي، فیصله وکړي. موږ ته مو ویلې چې ګوډاګیان یوو، که ګوډاګیان وای نن به مو ویلې چې امریکانو او ناتو ووتلئ لاره مو پخیر مننه، موږ په خپله اداره کوو. کومه لړزه مو راکې ولیدله، ګوډایي خو لړزېږي، اوس تاسو نه زه پوښتنه کوم خپلې اړیکې له نورو پردیو سره قطع کولی شئ که نه؟

افغانستان اوچت منئ یا نور روابط؟ او په دې کې تغییر راځي، هر طالب چې فکر لري دوه کاله مخکې به یې په یاد شي. دوه کاله مخکې څه وشو؟ طالبان راغلل ښارونو ته. طالبان راغلل کلیو ته، یو چا ورته وویلې، یو چا ورباندې تمانچه وویستله؟ یو چا ورته ګواښ وکړ؟ مېرمنې ورسره ونه­ غږیدلې؟ والیان، قوماندانان. د یو طالب او یو عسکر عکسونه و فکر کوم د زابل و کټ مټ وروڼه.

وړاندیز مې څه ده؟ راشئ یوه جرګې کې کېنئ، سیاسي جرګه نه، ملي جرګه چې ټول افغانان ستاسې په درد هم پوه شي او تاسې د افغانانو په درد هم پوه شئ. پنځه سوه راځئ، پنځه زره راځئ زر وارې راشئ. او که غواړئ چې په څلور پنځو ښارونو کې دا جرګه ونیسو زر وارې، چې یو بل سره پوه شو. د افغانستان په تباهي کې د کوم افغان ګتې دي؟ خو راشئ ما خو درته لیکلي دي چې سوله څنګه ده. او ما ته قدرت مطرح نه دی، خدمت مطرح دی.

داعشیان در زابل چه نکردند؟ در کنر چه نکردند؟ نورو ځایونو کې یې څه ونکړل؟ هره ورځ دوی څه کوي؟ له موږ سره د دوی د پولې جنګ ده؟ څه لرو یو بل سره؟ هغه ورځې مې شمېر کاوه ۶۵۰ مېرمنې او ماشومان له څوارلسو ملکونو د داعش نه زموږ په توقیف کې و، ما ویل خوشې یې کړئ وې لېږې بېرته. ځینې یې خپل هغه ملکونه چې هلته پیدا شوي، بېرته یې نه مني.

نو دلته یو لوی خطر دی چې انشاءالله مدیریت کېږي. دریم پاکستان دی چې مخکې مې درته وویلې چې یو انتخاب سره مخامخ دی او که یو انتخاب وکړي موږ یو رقم انتخاب کوو که بل انتخاب وکړي، موږ بل رقم انتخاب کوو.

زه جوړښت ته جوړ شوی یم او هغه ګټه، زما بیانیه مو په اسلام آباد کې په یاد ده. او خبرو کې بدلون راغلی، په لید کې بدلون راغلی وخت د دې ده چې دا بدلون په اعمالو باندې بدل شي. په محتاطانه صورت باندې باید وګورو اما زمان نه درېږي.

له ما دې ټول ولس واوري چې دا تحلیل د دې لپاره نه ده چې زه غواړم جګړه وکړم، زه غواړم سوله وکړم. انتخاب د نورو دی او دا انتخاب دې په ګډه وکړي. ځکه په جوړولو کې هم د انسان رضایت دی، هم د خدای جل علی شانهُ، نو راشئ چې له دې فرصت نه، فرصتونه جوړ کړو، په طرحه یې بدل کړو، په عمل یې بدل کړو، یو بل ته لاس ورکړو، یو بل ته غېږ ورکړو، یو بل ومنو. او خاصتاً د افغانستان مېرمنو ته په حق قایل شئ.

موږ شا ته نشو تللی، مخکې تګ معنا یې دا نه ده چې خدا ناکرده دوی له خپلو عقایدو او اصولو وځي. په قطر کې دا طالبا څومره کاله دي؟ د قطر د پوهنتون اکثریت محصلین مېرمنې دي. قطر کې یې منئ. پاکستان کې کیناستلي یئ، د پاکستان د قضا او عدلي ژبه انګرېزي ده که نه ده؟ انگریزي قانون لاهم اساس د قوانینو دی که نه دی؟ په نورو ممالکو کې یې منئ، دومره ډارېږئ له خویندو؟ دوی ته هم په قدر وګورئ او ویې منئ. یو وارې یې چې ومنئ چې مساوي حقونه لري، له دوی بهتره ښځې په نړۍ کې نشته. د افغانستان په ښځو ویاړم.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button