بالاخره سولې ته د ولسمشر تعهد ټولو ته معلوم شو

عبدالمنان توحیدیار

ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پوهنتون کې د سولې فرصت تر عنوان لاندې دوه ساعته لکچر کې ډاډ ښودلی چې دا وطن یې خپل دی او هیچا ته یې نه پریږدي.

ځینې وخت زموږ خلک پوښه کوي، که وضعیت خراب شي، لاړ به شې، وطن به پريږدي، هر څوک به ځي، زه د تللو نفر نه یم. دا مې کور دی، دا مې ګور دی! او بل افغانانو ته وګورئ موږ دوه صفته لرو؛ یو د اتفاق کیسې مو دي. کله چې افغانانو اتفاق کړی تر ټولو لوی کارونه یې کړي دي. په دومره کوچني ملک کې، ټوله دنیا مو بار بار لړزولې ده.

مجبور نه یئ چې بیا میراثي نظامونو ته ولاړ شئ او وګورئ چې طبیعت درسره څه کوي، خو په هرې کورنۍ کې هم ښه وځي او هم بد وځي، اما جمهوریت د دې نظام دی چې د افغانستان په لویه کورنۍ کې بهترین استعدادونه مخکې شي، وړاندې شي او د یو بل ځای ونیسي.

د امریکا د ولسمشر تصمیم ټول مجبور کړل چې خپلو پالیسیو او فرضیو باندې بیا فکر وکړو، دا وضعیت موږ کاملو ستراتيژيو ته دننه کوي، تیرو دوه کلونو کې همدا بحثونه و چې امریکایان وځي، یا پآتې کیږي، دې متزلزله وضعیت موږ ته زیان اړولی و.

موږ به اوس له فرصتونو ګټه اخلو، د افغانانو د مدیریت شکل باید فرصتونه وي، نه په خطرونو کې غرق کیدل، که ټوله ورځ خطرونو باندې بحث وکړو، ناامیده کیږو، په همدې خاطر مو فرصتونو ته لومړیتوب ورکړی دی، له ډاکټر نجیب الله سره زموږ اوسنی وضعیت ډير توپير کوي.

د جنګ په میدان کې موږ نه ده بایللې، بایللي مو دي؟ او طالبانو ته هم زموږ پیغام واضح دی. په جنګ کې یې رانه نشئ ګټلی، په سوله کې راتللی شئ. د طالبانو هدف دا دی چې ما ووژني، خو زه غواړم چې هغوی غیږ کې ونیسم، زه د هیڅ طالب له ماشوم سره کوم مشکل نه لرم،

مجبور نه یئ چې بیا میراثي نظامونو ته ولاړ شئ او وګورئ چې طبیعت درسره څه کوي، خو په هرې کورنۍ کې هم ښه وځي او هم بد وځي، اما جمهوریت د دې نظام دی چې د افغانستان په لویه کورنۍ کې بهترین استعدادونه مخکې شي، وړاندې شي او د یو بل ځای ونیسي.

تاسې د طالب د اولادونو له وضعیت څخه خبر یئ، روغتیا ورته رسېږي؟ ډوډۍ ورته رسېږي؟ هغه طالب باندې زه ناره کوم؛ راشه له نورو افغانانو سره یو ځای شه، هر شی به درته ورسېږي. دا کور د ټولو کور دی، که دوه کاله دلته سوله وي، بیا راشئ پرمختک وسنجوئ، خو د طالبانو د عملیاتو له وجې مو په ۲۰۱۹ کال کې یو میلیارد ډالر له لاسه ورکړي دي. یو میلیارد ډالر! خبره په دې کې ده چې ملي حاکمیت کې باید ټول یو ځای شو. دا په ګډه جوړېږي.

یوه اوازه ټولو ځایونو کې ده، لکه څنګه چې پخواني شوروي اتحاد افغانستان ترک کړ، امریکا یې هم اوس پریږدي، تیره ورځ هم د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له خپل امریکایي سیال سره تلفوني خبرې درلودلې او ډاډ یې ترلاسه کړی له جمهوریت به د دوی ملاتړ او ژمنې دوام پيدا کړي،

نن، تر ټولو لوی تجارتي مناسبات له مرکزي اسیا سره دي که نه؟ د قزاقستان غنم، خوست، پکتیکا او کندهار کې خرڅېږي که نه؟ پنځه کاله مخکې یې هېڅ اثار نه و. د برق لویې پروژې. سږ کال د ټاپي کار په افغانستان کې شروع کېږي. په اګست میاشت کې به انشالله و تعالی تاسی وګورئ چې د ټاپي کار په هرات کې شروع شي او سږ کال به په هرات کې په سرعت حرکت وکړي. ټاپ او د ریل پټلۍ نورې پروژې به هم پیل شي.

لاړ دې شي نړۍ کافي ډېره لویه ده. که یو بل سره رقابت کوي نورو ځایونو کې دې وکړي. موږ دروازې تړو، زړونه خلاصوو، اما د نفاق دروازې تړو. نفاق ته اجازه نه ورکوو او مداخلې ته هم اجازه نه ورکوو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button