پاکستان د څه په لټه کې دی؟

سیدعبدالله پاچا

وروستیو کې د پاکستان یو لوړپوړي چارواکي د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په څرګندونو باندې سخت غبرګون ښودلی و او بهرنیو رسنیو سره یې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي و چې له حمدالله محب سره نور هیڅ ډول رسمي اړیکې نه ساتي، ځکه هغه په پاکستان باندې بې ځایه تورونه لګوي.

د پاکستان دې دريځ ته د ډاکټر حمدالله محب ځواب ډير ساده او واضح و چې که پاکستان غواړي چې همکاري وکړي، نو د افغان حکومت سره د اړیکو پریکولو پر ځای دې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

پاکستان تراوسه پر افغان لوري هیڅ نه شي ثابت کولی چې د سولې پروسه او ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې کومه همکاري کړې ده.

کلونه د پاکستان له لوري له افغان حکومت سره تکراري د همکاریو او اړیکو پراختیا ژمنې وشوې، خو تراوسه پاکستان په دې برخه کې عملي ګامونه وا نه خیستل، دا هغه څه دي چې د پاکستان نیت په ډاګه کوي.

پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه او مرکزونه ښکاره دي، پاکستان کې د کویټې، کراچۍ او پیښور شوراګانې ښکاره مجلسونه کوي او له هغه ځایه د افغانستان جګړه رهبري کوي، خو د پاکستان ګام د دې شوراګانو پروړاندې څه دی:.

ګام خو هیڅ نه اخلي، بلکې برعکس، ورسره همکاري کوي چې څنګه کیدلی شي، افغانستان کې تاوتریخوالی زیات دي، د پاکستان استخبارات له خپلو چینلونو څخه ګټه اخلي او طالبانو ته د جګړې بشري قوه برابروي.، دغه راز پاکستان ریاست د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار تیر کړی، خو ترهګرو ته یې پکې د تګ راتګ ځایونه پريښي دي.

افغانستان به د پاکستان د اړیکو دوام او پراختیا ته اړتیا ولري، خو دومره نه چې هر ځل پاکستان سرغړونې کوي او افغانستان دې د پاکستان له دې سرغړونو هرکلی وکړي.

پاکستان هم مجبور دی چې له افغان لوري سره اړیکې ولري او دا اړیکې باید په دوه اړخیزو ګټو استواره وي، کله چې ګټې یو اړخیزه وي، هغه اړیکې تر نیمایي لارې وي او پرې کیږي.

تاسو به لیدلي وي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له څرګندونو افغانانو څنګه تود هرکلی کړی دي، له دې مالومیږي چې د ډاکټر محب څرګندونې د هغې شخصي نه بلکې د افغانانو غږ و چې افغانانو سره بدرګه کړ.

پاکستان مجبور دی چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړی او که دا اړیکې دوام پيدا کړي، پاکستان ته یې زیانونه ډیر دي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button