د زوکام د مخنیوي پنځه اسانه لارې

ډاکتر رحیم رحیمي

د هوا له سړېدو سره ګڼ کسان په زوکام، تبې او ستوني درد اخته کېږي او له دې کبله یې ورځینۍ چارې اغېزمن کېږي.

د دې د مخنیوي لپاره ځینې اسانه لارې شته چې له اندیښنې مو خلاصولی شي:

په منظم ډول لاسونه پریمنځل

د یخې هوا د زوکام لامل بېلا بېل وایرسونه دي چې د ککړتیا له کبله رامنځته کیږي او له یوه څخه بل ته انتقالیږي، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څيزونو لاس لګول چې په عامه ځایونو کې استعمالیږي.

له همدې کبله پوهان په پرله پسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوي، او زیاتوي چې وګړي دې د وایروس خپریدو پرمهال پزې او خولې ته ډير لاس نه وړي.

سپورت کول

تمرین یا ورزش کول په ځانګړي ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زوکام د مخنیوي بې ساري درملنه ده، خو په زوکام له اخته کېدو وروسته د تمرین سره احتیاط پکار دی ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لري.

خپګان نه کول

د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتي سیستم کمزوری کیږي، نو د دې لپاره باید ارام واوسئ او استراحت غوره کړئ.

ښه خوب

د بدن د حجرو او فعالیتي سیستم د روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وایرسونو د حملې پر وړاندې مقاومت زیاتوي، پوهان وایي، ځینې مهال کم خوب هم د زوکام رامنځته کېدو لامل کیږي.

ښه خواړه

د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو رول شته، د دې لپاره په کار دي چې خپل خوراکي رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافي دي ویټامینونه، معدنیات، میوه، سبزیجات، پروټين، او ډیرې اوبه څښل دي. پوهان وایي چې د زوکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډيرې څښل ګټه لري.

د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتې او سختو ناروغیو لامل شي:

د دې راپور له مخې پوهان وایي چې د زوکام، تبې یا ستوني دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونه شي ممکن د جدي پيچلتیا لامل شي، شونې ده وګړي د زړه، نمونیا یا سکاروي، او د غوږونو له انفیکشن سره مخ شي.

په عام ډول زوکام لږ تر لږه له یوې تر دوه اوونیو وخت نیسي، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شي، د زینو ختلو پرمهال وګړي د نفس تنګۍ سره مخ کوي، اواز ټيټیږي او د اوریدلو حس هم کمزوری کوي.

د زوکام، ستوني یا ټوخي پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملي ګرامو پورې ویټامین سي وخورئ. د پوهانو په وینا مالټه، مڼه او خوږ مرچ «شمله مرچ» له ویټامین سي څخه برخمن خواړه دي.

دغه راز دوی زیاتوي، که غواړئ له پېله د یخ یا ژمي له پېلیدو سره د زوکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرله پسې ډول په سابون له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.

په یخه هوا کې د زوکام مخنیوي پنځه اسانه لارښونې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button