د مئينانو ورځ څنګه رامنځته شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

مينه، له یو چاسره زړه تړل او پر چا تکیه کول نږدې هر انسان پخپل ژوند کې تجربه کوي. کېدای شي له یوه انسان، سیمې، څيز او یا له خدای سره مينه وشي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د فیبرورۍ “۱۴” نېټه د مئينانو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. موږ هڅه کړې ده، چې په دې لیکنه کې ددې ورځې پر تاريخچې وغږېږو. البته باید یادونه وکړم، چې د نمانځلو او نه نمانځلو بحث یې جدا دی. د لیکنې موخه ددې ورځې په اړه ستاسو ته د معلوماتو ډېرول دي.

ولنټاين

د ميلادي کال د دویمې میاشتې (فیبرورۍ) څوارلسمه نېټه د ولینټاين د ورځې په نوم نومول شوې ده. په دې ورځ هغه خلک چې له یو بل سره مينه لري، د ګلانو، پيغامونو، بنډارونو او نورو لارو خپلو معشوقو/عاشقانو ته د خپلې مينې ثبوت وړاندې کوي او نمانځي یې. البته باید یادونه وکړم، چې په دې ډول ددې ورځې نمانځل د دغې زمانې دود دی، پخوا به دا ورځ په دې شکل نه نمانځل کېدله.

په پخوانی روم کې به د فیبرورۍ له ۱۳ تر ۱۵ نېټې یو جشن جوړېده، چې روميانو به یوه بزه “اوزه” او یو سپی قرباني کول. د قرباني شوو حيواناتو له پوستکي به یې ډبېلي جوړول او ښځې به یې پرې وهلې. د تاریخپوهانو په وينا، پېغلو به صفونه جوړل کړل ترڅو په یادو پوستکو ووهل شي. دوی باور درلود، چې دا کار ددوی د ډېر امیندواره کېدو سبب کېږي.

پر دې سربېره بیا هم ددې ورځې د منشأ په اړه تاریخپوهان لا په یوه خوله نه دي خو اتفاق پر دې دی، چې پیل یې په روم امپراتورۍ کې شوی دی.

ولنټاين څوک و؟

یو عام او پخوانی روایت دا دی، چې په درېيمه میلادي پېړۍ کې یوه کشیش (د عيسویانو مذهبي شخص) ژوند کاوه، چې ولینټاين نومېده. په هغه زمانه کې د روم امپراتور دویم کلاديوس پر واده بندیز لګولی و. هغه پر دې باور و، چې متاهل سرتېري سم جنګ نه شي کولای. نو ځکه یې دغه بنديز وضع کړی و. خو سینټ ولينټاین ددې مفکورې خلاف و، نو په پټه به یې د سرتېرو نکاح ګانې تړلې.

کله چې کلادیوس له دې موضوع خبر شو نو ولينټاين یې لومړی پر بند او بیا په مرګ محکوم کړ. خو ولینټاين په بندخونه کې د زندان پر یوې ساتونکې مئين شو. کله چې د فیبروۍ په څوارلسمه ولینټاین اعدام کېده، نو د محبس ساتونکې ته یې د مینې لیک ورکړ. په وروستۍ برخه کې لیکلي و “ستا د ولینټاين له لورې!” نو د همدې مینې په خاطر دا ورځ د نوموړي په نوم ونومول شوه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button