د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر “لنډه کیسه او ناول” بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ.

رومان (رُمان)

رومان په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د رومان په اړه ویل کېږي، چې دا کلمه د فرانسوي ژبې ده. معناوې یې “خیالي داستانونه او یا هم د مينې کیسې” ښودل شوي دي. په ادبي اصطلاح او توضیحي توګه ویلای شو، رومان هغه نثري ادبي ژانر دی، چې په کمي لحاظ له ناولونو اوږده وي. په موضوعي اړخ کې یې ګڼ شمېر مسايل راتللای شي. په رومان کې هڅه کېږي، چې بېلابېل موضوعات په هنري شکل وړاندې او منعکس شي.

په لومړيو وختونو کې رومان هرې هغې اوږدې کیسې ته ویل کېده، چې مضمون به یې مينه او رومانس و. خو په وروستيو کلونو کې رومان پراختیا ومونده. د ژوند هر ډول مسايل په کې ځای شول. د نورو کیسه ييزو ادبي ژانرونو په پرتله په رومان کې پېښېې په خورا مفصل شکل وړاندې کېږي. همدارنګه په رومان کې د پېښو، مکالمو او کریکټرونو شمېر ډېر زیات وي. د رومان د پراخې لمنې له کبله یو شمېر سترو لیکوالو دغه قالب ته مخه کړه، چې د دوی له منځه د “تولستوی، تیکېري، بلزاک، ډيکېنس او … نورو نومونه د یادولو وړ دي.

د رومان ډولونه

دغه نثري ادبي ژانر د جوړښت او موضوع له پلوه پر بېلابېلو ډولونو وېشل کېږي. په لنډه توګه یې د ځینو ډولونو نومونه په لاندې شکل وړاندې کولای شو.

د موضوع له اړخه

ـ ښوونيز رومانونه

ـ اجتماعي (Sociological) رومانونه

ـ رواني (Psychological) رومانونه

ـ محلي رومانونه

ـ نړېوال رومانونه

ـ تاريخي رومانونه

د جوړښت او سبک له مخې

ـ مفکوروي

ـ د شخصیت رومان

ـ د پېښو رومان

ـ روايتي رومان

مأخذ ـ د ادبپوهنې بنسټونه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button