د هوښیارې بوډۍ خوندوره کیسه

حامد افغان

بوډۍ وایي: دري زامن مې وو، ټولو ودونه کړي وو، یوه ورځ د مشر زوی کره د شپې لپاره ورغلم، شپه مې وکړه سهار مې له نږور نه د اوداسه اوبه وغوښتلې، هغې اوبه راوړې، اودس مې وکړ، له اوداسه پاتې اوبه مې په هغه توشک تویه کړې، چې شپه مې پرې تېره کړې وه.

بوډۍ زیاتوي: سهار له ناشتې وروسته مې نږور ته وویل: زویه! خپه نه شې، د لوی عمر انسانان همدا ستونزه لري، ما د شپې توشک بېلمازه کړی، که ویې مينځې؟ نږور مې سخته راته غوسه شوه او له خولې یې لاس واخیست* چې څه په خوله ورتله هغه پوچ او سپک الفاظ یې راته وویل، راته کړه یې په منډه توشک ومینځه کنه …

بوډۍ زیاتوي: توشک مې ومینځه، زوی مې د دې کیسې ننداره کوله او چوپ پاتي و! له دې وروسته د دویم زوی کره ولاړم، هلته مې شپه وکړه او کټمټ همداسې کيسه تکرار شوه، دویم زوی مې هم خپلې مېرمنې ته هیڅ ونه ویل. له هغه نه هم د نامېندي او خپګان په حالت کې روانه او د کشري زوی کره ولاړم.

هلته مې هم د مشرانو دوو زامنو کره تېره شوې کیسه تکرار کړه، کله یې چې مېرمنې ناشته راتیاره کړه او ما د توشک د بېلمازه کولو ورته وویل، هغې نږور مې په ورین تندي راغبرګه کړه، ول مورجانې! دا د اندېښنې او خپګان خبره نه ده! د لوی عمر عام انسانان دا ستونزه لري، موږ کشرتوب کې ډېر ځله د مېندو او مشرانو پر جامو داسې چل کړی… بیا مې کشرۍ نږور توشک ورواخیست ویې مینځ، وچ یې کړ او عطر یې پرې ولګول.

دې نږور ته مې وویل چې زه ځم، ستا غوندې یوې ملګرې مې پخوا پیسې راکړې وې، چې د سرو زرو ګوتې او بنګړي ورته جوړ کړم، ته دې د ګوتو او لاسونو اندازه راکړه، هغه مې ورنه واخیستله او ولاړم.

بوډۍ ډېره شتمنه وه، بازار ته ولاړه او ښه زیاته ګاڼه یې واخیستله، بېرته زامنو ته ورغله، دریواړه زامن او نږندې یې راجمعه کړې، ګاڼه یې خپل مخته کېښودله، هغوی ته یې خپله کیسه وکړه او ورته ویې ویل چې برتوشکونو یې بېلمازي نه بلکې اوبه تویه کړې وې! ګاڼه یې ټوله کشرۍ نږور ته ورکړه او ویې ویل: دا زما لور ده، زه تر اوسه شکر تکړه یم، چې کله کمزورې شم، نو پاتې عمر به له دې نږور سره تېروم.

مشران دواړه زامن او مشرانې نږندې یې سختې شرمنده او پښېمانې شوې. بوډۍ هغوی ته وویل: زما سره مو چې کوم چلند وکړ دا به ستاسو سره ستاسو زامن خامخا کوي، د هغې ورځې پښېمانې ته انتظار کوئ، لکه نن چې زه ستاسو په پالنه پښېمانه یم. مګر کشری زوی به مې الله مخروڼی لري او له خپل اولاده به له خیر پرته بل څه نه ویني.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button