سترهدف غوره پلان ته اړتيا لري

ژباړه: فضل الرحمن مظهري

موږ ځيني وخت د خپلو افکارو په عملي کولو کې نيمګړتياوې لرو. د بيلګې په توګه يوې موخې ته د رسيدلو لپاره چې بايد څو کاله په نظر کې ونيسو موږ څو مياشتې په نظر کې نيسو.

پايله يي دا وې چې بيا ډېر ژر له خپل کار څخه ناهيلي کيږو، له حده زيات پښيمانه کيږو، او هغه ټولې هڅې او پلټنې بيا بې ګټې ګڼو، خو د خپلو محاسبو له نيمګړتياو څخه نه يو خبر.

حقيقت دا دى چې لوړو موخو ته د رسيدلو لپاره بايد له يو کال څخه زيات کوښښ وکړو، په دې کې هيڅ پوښتنه يا دليل نه پيدا کيږي چې خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره يوڅه اوږده موده په نظر کې ونيسو.

داسې تصور کړئ چې که مو لس کاله وړاندې د يوې ځانګړې موخې لپاره کار کړى واى اوس به په کوم موقعيت کې وئ. په دې وخت کې به ستاسو ژوند، هڅو، زده کړو… څه توپير در لود.

ښايي تاسو ورته کار کړى وي او اوس په فخر او افتخار سره راتلونکې ته ګورئ. ښايي په خپل اټکل کې له نيمګړتيا سره مخ شوي ياست، او په تيرو لسو کلونو کې مو تر پنځه زياتې موخې ټاکلې وي خو يوې نتېجې ته هم نه ياست رسيدلي.

ښه نو که داسې وي اوس ستاسو نوبت را رسيدلى دى، کيداى شي تاسو زياتې هيلي په نظر کې نيولي وي، خو آيا د هيلو رسيدلو ته مو وخت ټاکلى؟ څومره وخت دى؟ درې مياشتې، شپږ مياشتې، يو کال؟ څنګه دا وخت پنځه يا لس برابر کړو؟ د اړتيا سره سم پوره وخت پرته له څه ويرې څخه و ټاکئ.

په ياد ولرئ چې هميشه نا اټکل شوې ستونزې را منځ ته کيږي چې تاسو بايد هغه له منځه يوسئ، خو دا ستونزمن کار نه دى ځکه تاسو د دې ټولو ستونزو لپاره لازم وخت په نظر کې نيولى دى، او کافي وخت لرئ يوازې بايد کار وکړئ. او ستاسو ټينګ هوډ تا سو په چټکتيا سره خپلو موخو ته رسوي.

که تاسو د پلان په جوړولو کې پوره دقت کړى وي او له دې سره سره مو د کار کولو په وخت کې زياتې هڅې کړي وي، نو نه به مخکې له مخکې ويره درسره وي او نه به هدف ته د رسيدلو په وخت په لنډه موده کي نا اميده کيږئ.

ښه نو اوس د حرکت وخت دى، لار اوږده ده ولي تاسو ځواکمن ياست نو په اسانۍ سره زړه توري کيږئ نه.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button