څه چې بدل لري تاوان نلري

محمدعمر ننګیار
————————————–
که هر څه مې ورته ویلې ، میرمنې مې نه منله (څه چې بدل لري تاوان نلري ) نو ځکه خو به می په ډیرو زاریو او ننواتود یوې بلې میلمستیا زحمت پرې واړوه ، ګوندې یوه ورځ نه یوه ورځ یې د ټولو خواریو بدله په کوتو ورشياو د سیالو سره سیالهشي. خو دا هیله مې ډیره وځنډیده ، نور نو میرمنی مې د میلمستیا د نامه سره حسا سیت موندلی وو ، همدا چې به مې د میلمستیا نوم له خولې ووت دا به بیا د پلار کور ته روانه وه ، نورمې ورته هیڅ ډول انه ، بهانه پانې نه وه هغه به د پلار کره روانه شوه او زه به د ښار د کوم ښه رستوران په لورې ګړندی روان شوم هلته به مې د خوندورو اروپایی او وطني ځوړو سپارښت ورکړ او بیرته به په چورتونو او خیال پلونو کور ته راستون شوم .
دغې میلمستیا ته چې زمونږ د ادارې مشرزما وروستۍ میلمستیا نومولی وه بیا هم هر څه په خپل وخت د رستوران نه راورسیدل او میلمانه هم څوک شیبه مخکې او څوک شیبه وروسته راغلل ، د پخوا په شان د ادارې مشر د ډوډۍ د میز تر شا خپل ځانګړي څوکۍ کې کیښناسته او نورو هر چا خپل ځای پیژنده هماغلته کښینا ستل ، د میلمستیا پوره ادب ساتل کیده په مشر د ټولو پام وو هر یو به ورته له هرې خوا نه یو څه د پیرزوخواړه ور مخکې کول او بیا به یې د هغه د سر سلامتی‍ا په هیله پیا له جګوله ، وروسته به بیا بل د مشر د پاک نفسیٔ اووړتیا په هکله اوږدې خبرې وکړې ،محفل هما غسې تود روان وو څو شیبې وروسته چې ستونې ترخه شول ، سترګې سرې او ککرې درنې ، نا څاپه د میز د لر سرنه څه خپګان را څرګند شو اوډیر ژر بر سرته راورسیده نور نو مشر او کشر ورک وو محفل په ددو دریوپرو ویشل شوی وو هرې پرې د یو بل په پته ډیرې سپکې سپورې ویلې ، هغه څو شیبې دمخه پاک نفسه، وړاو هیواد پال کس به په خاین، غل او …ونومول شو. هک پک حیران پاتې وم هر یو به زما څخه د مقابل لوري په پته د خپل تور د تصدیق غوښتنه کوله ، په خوله می څه نشو ویلې له نا کامه به مې هر یو ته سر خوځوه ، نو څه مې کولی شو؟ دې کار به بیا بل لورې په قهر کړ او ښه به ودګل شوم ، نه پوهیدم چې څه وکړم ؟ ډیر نا هیلې شوی ووم ، ما خو دد غې میلمستیا له پای څخه لویه تمه درلوده نورراته نه کور پاتې وو او نه کورنی ژوند په همدغه چرتونو کې وم چې دوې سره ډله ډله یو په بل پسی په وتو شول نه پوهیدم چې د چا سره مخه ښې ته وړاندې شم ؟ تولو راته برګ برګ کتل زړه می غټ کړ مشر مخې ته می منډه کړه دې چې موټر ته رسیدلې وو مخې ته یې هر دم شهید ودریدم ځغلنده نظر یې را تیر کړ،او بیا یې سترګه راووهله او پټ یې په وښکوګې راته وخندل او موټر یې روان شو چې ورسره سم زما وران جاړ حالت هم بدل شو ، نور می په پاتې کسانو چورت خراب نه کړ ، زه نو اوس بل شوي وم ځان مې دوې سره نور سیال ګڼه ، هماغسې بې پروا کور ته راستون شوم او په سبا یې دفتر ته لاړم هغه کسانوچې بیګاه یې یو بل ته سپکې سپورې ویلې بیا مې سره نژدې دوستان ولیدل او له ما هم څوک خپه نه وو. سر مو نه درخوږوم د اوونۍ په پای کې مې د ټولو خواریو ثمره تر لاسه شوه او د میلمستیا ورکونکو د لړ لیک (لست) نه مې د میلمستیا خوړونکو لړ لیک ته نوم اوښتی وواو ښه ښایسته موټرراته ولاړ وو دا چې میرمن مې د پلار کره وه هماغسې نیغ د خسر کره لاړم میرمن ته مې د میلمستیا بلن لیک و ښوده او بیا وروسته دواړه په موټر کې کښیناستو او د میلمستیا په لورې روان شولو ، میرمن مې چې د خوښۍنه په جامو کې نه ځایده په ښایسته ښځینه مکیز یې وسکونډلم او راته یې وویل : ګرانه !رښتیا هم څه چې بدل لري تاوان نه لري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button