زوی مې:لنډه کیسه

زوی مې:لنډه کیسه
لیکوال: عبدالرحمن وقار

د اختر ته نږدې شپې، او ورځې وي.
ډېر وخت وتلي وو، چې کور ته نه ووم تللي.
د تېر اخترونو په څېر دغه اختر،کم رنګه او بې خونده ښکارېده.
خو خیر..
مهم سامان مې، لاسي بکس ته کړ
روان شوم.
د سړک غاړې ته راورسېدم.
د‌خواشینۍ فضا خپل څادر غوړولي وو.
موټر نه ښکارېده.
اړ ووم چې، انتظار وکړم
له لري؛ يوه بوډۍ ښځه، زما په لور را روانه وه.
نه پوهېدم؛ د سهار دې وخت ته وګوره، او په وجود ضعیفه ښځه يوازي او ځان ته؛ د سړک په غاړه څه کوي؟!
زړه مې پرې بد شو
قدمونه مې، ګړندې کړل.
خواته یې وروان شوم.
غږ مې وکړ…
مورجانې؛ څه مرسته کولي شم؟
په ستړي غږ یې وویل
-قربان دي شم زویه، داسې خاص مرستې ته اړتیا نشته.
-دلته مې زوی، ته په طعمه یم.
خبره مې، ور غبرګه کړه.
هغه؛ هغه مورجانې زوي مو چېرته ته تللي ده؟
سوړ اسويلي يې وويستلو،
-تللي خو ډېر مخکې ده، دوه کال به يې پوره کېږي.
-دوه ملګرې نور هم ورسره وو.
-ملګرو یې له کوم، قاچاقبر سره خبره کړې، وه.
کوم هېواد ته په، قاچاقي لاره تللي.
-خیر؛ ډېر وخت یې د مړ او ژوندي څخه نه وومه خبره، خو درې میاشتې وروسته یې خبر راغي، د ګاونډي په تلیفون راسره وغږېده، په لاره کې ور پېښ شويو بد حالتونو څخه یې خبرې کولې.
ما یې په ځیر خوله ته کتل،
کله کله به يې په سړک روان موټر ته درته ډېره ځایه کتل، خو نا امېده به یې بېرته سترګې زما په طرف راتاو کړې.
خبرې یې بیا، پسې وغځولې.
-زویه جانه څه؛ سره به دې خوږوم،
بیا ډېر وخت ووت، احوال مې وانه خېست، يو ځل یې د اکا کوچني زوی کور ته راغي، په خبرو خبرو کې یې وویل، چې آجمل‌ زوی دي، ژوبل شوي ده.
-وارخطار شوم، د اکا کورته یې ورغلم، ما ویل که هغوی احوال راته واخلي.
خو نه داسې ونه شول.
هغوې ځان هم پوه نه کړ، چې څه شوې دی یا نه!!
په هغه وخت کې مې له زړه یو خدای خبر وو،
نور مې څه له وسه نه کېدل، بس الله ته مې وسپاره،
چې خدایه ته یې راته وساتي.
له هغې وروسته د ژوند وختونه راباندې تنګ شول،د خوړو لپاره هېڅ کور کې نه وو.
ګاونډیان دي خیر يوسي، يو څو ورځې یې خواړه راولېږل.
خو هلته نور وخت نه تېرېده
د زوی له؛ حالته ناخبره، نور به مې څه کړې وو.
له زړه مې يو، خدای خبر وو.
اوس د ورور کور، ته راغلې یم.
ما ویل ګوندي دلته د ورور له خوا د زوی په اړه، په یو څه خبره شم،
دلته هر څه د خپل زوی د احوال اخېستو لپاره زغمم،
دورېندارګانو له خوا
سپکې سپورې،پېغورونه…
خو ځان کوڼ کړم.
وخت تېرېده،
اخیر هم يوه ورځ خدای مهربانه شو،
څو ورځې مخکې له زوي سره د ورور په ټلیفون وغږیدم.
په ډېره خوشحالتيا او ټېنګار یې راته وويل:
چې کور ته، درځم،
زوی مې ویل چې په دریو ورځو کې به تر کوره دروسېږم.
د زړې بوډۍ سترګې له اوښکو ډنډ شوې.
په ژړغونې غږ یې وويل:
خو؛خو نن يې شپږمه ورځ ده.
له زوی څخه مې..
څه خبر، نه لرم،
هلته یې په تلويزون کې ويل، چې د څو افغان ځوانانو جسدونه موندل شوي دي.
اندېښنه مې شوه،هسې نه…
هسې نه چې زما زوی..
ژړا یې؛ زور واخېست.
له هر چا ناهیلې، شوې یم.
له چا څخه یې، پوښتنه نه شم کولاي.
په سترګو می اوښکو، لیکې جوړې کړي.
د ډاډ ورکولو په، پاره ور وړاندې شوم.
په دسمال مې، اوښکې ور پاکې کړي.
ومې ويل، خیر مورجانې د تشویش وړ خبر نه ده،
رابه شي،
خبرې یې، اوږدې کړي.
نور به، کله راشي.
زوی مې تر اوسه؛ ماته دروغ نه دي ويلي.
نن مې څلورمه ورځ ده، چې د سړک تر غاړې ناسته یم، سړک کې تلونکې؛ موټر څارم ګوندي، زوي مې راشي.
ګوندي زوی مې راشي.
پای

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button