وېره شرم او که د خدای ګټور خلقت دی؟

ژباړه او راټولونه: خالد سمیر
ساینسپوهان اوس هم څېړنې کوي چې د وېرې پټې برخې راوسپړي. د وېرې برخې ډېرې او پراخې دي چې تر دې مهاله پورې ترې موږ او تاسژې سم خبر نه یو او یا یې هم په اړه سم مالومات نه لرو.
په وروستیو شاوخوا درېو لسیزو کې ساینسپوهانو د تحقیقاتو په پایله کې دا موندلې چې انسانان د وېرې له دوو ډولونو سره زېږي یا پیدا کېږي چې په لاندې ډول دي:
۱- د غورځېدو یا پرېوتلو وېره
ساینسپوهان وایي، په عامه توګه وېره له تجربو او کلتوري-مذهبي باورنو او ګروهو پیدا کېږي، خو د “غورځېدو وېره” داسې وېره ده چې د انسان له پیدایښت سره یوځای زېږي.
د دغه واقعیت د اثبات لپاره ساینسپوهانو وړې تجربې ترسره کړې. هغوی واړه ماشومان او حیوانات د ښيښو پر داسې لوړو بامونو ودرول چې لاندې ځایونه ترې ښکاره کېدل. تر درولو وروسته ډېری ماشومان او حیوانات وېرېدل چې پر ښیښو قدم ووهي. له دغو تجربو وروسته ساینسپوهانو دا وموندله او ومنله چې انسانان د غورځېدو له وېرې سره پیدا کېږي.
۲- له لوړ غږ څخه وېره
له لوړ غږه وېره د وېرې داسې یو ډول دی چې انسانانو سره له پیدایښته مله وي. کله چې موږ یو لوړ غږ اورو، نو کوښښ کوو چې خپل سر پټ کړو او یا په غیر ارادي ډول غږ ته غوږ ونیسو او تمرکز پرې وکړو.
کله چې موږ او تاسې لوړ غږ واورو، زموږ لاشعوره ضمیر یا پټ عقل(subconscious mind) زموږ له اجازې پرته موږ په اتومات ډول عکس العمل او یا تېښتې ته چمتو کوي. دغه عکس العمل تازه زېږېدلي ماشومان هم کټ مټ ښکاره کوي. هغوی حتا د وېرې په اړه په څه نه پوهېږي، خو له غږه وېره احساسوي او د غږ پر وړاندې غبرګون ښیي. موږ د لوړ غږ په مهال دغه وېره د ماشومانو د سترګو له ګاټو مالومولی شو.
څنګه له وېرې ځانونه وژغورو؟
وېره کومه ستونزه نه ده. وېره موږ او تاسې سره مرسته کوي چې په بد او ستونزمن حالت کې ځانونه خوندي کړو. وېره په هغه حالت کې خطرناکه وي چې فوبیا حالت ته واوړي. فوبیا(phobia) د رواني حالت ګډوډۍ او بې نظمۍ ته ویل کېږي چې باید ځانونه ترې وژغورو او خوندي کړو.
موږ او تاسې باید پر دې وپوهېږو چې وېره داسې یو شی نه دی چې له امله یې د شرم احساس وکړو. اړتیا هم نه شته چې د وېرې د عادي ډولونو درملنه وکړو. وېره زموږ د دماغو یو ښه او ګټور خلقت دی چې موږ او تاسې د ګواښونو پر وړاندې چمتو کوي، تر څو خوندي اوسو.
وېره او فوبیا
لکه وړاندې مې چې وویل، وېره یو عادي حالت دی، درملنې ته اړتیا نه لري او کومه معالجه ورته ګټه هم نه کوي. د انسانانو په حیث موږ ټول بېلابېلې وېرې لرو. غوره دا ده چې موږ خپله وېره د خپلو احساساتو په منظمولو سره کابو او کنټرول کړو.
د بېلګې په ډول، ته له غڼې وېره لرې؛ د دې لپاره چې خپله وېره کابو کړې، نو باید چې د غڼې مخنیوی وکړې. د وېرې نښې نښانې عادي او د منظمولو وړ دي، یوازې په اړه یې مثبت فکر ولرئ.
خو د فوبیا ستونزه لږه جدي ده. کولی شو چې فوبیا ته د وېرې بدترینه بڼه ووایو. موږ او تاسې کولی شو چې د فوبیا حالت درملنه وکړو. بدبختانه چې موږ فوبیا منظمه کولی او کابو کولی نه شو. فوبیا حالت د زړه بدېدل، د سینې درد او ځینې نورې نښې نښانې لري چې له درملنه یې اړینه ده.
سرچینې:
Wikipedia
Successful world
Phobia.wikia.org

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button