مــنـــــلي او غــوره ویــنــا !

مــنـــــلي او غــوره ویــنــا !
له مرګه مه ویریږه !
هله وویریږه چې ته ژوندی وې اوستا د وجود په دنــنه کې یوشی مړ وي.
هغه چې نوم یې انسانیت دی .
هو! هغوچې د واک،ځواک، زراوزور د موندلو لپاره انسان اوانسانیت وژني ،داړونکي ځناور دي چې له انسانیت څخه بې برخې اووجدانونه یې مړه دي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شــهوت اوشعور
خدای پاک ټولو پرښتو ته شعور ورکړاو شهوت یې ورنه کړ.
خوحیواناتو ته یې شهوت ورکړچې له شعوره بې برخې دي.
انسانانو ته یې دواړه هم شعوراوهم شهوت ورکړل !!!
هغه انسان چې شعور یې پرشهوت لاسبری اوواکمن وي داسې انسان تر پرښتود لوړمقام څښتن باله شي .
خوبیا هغه انسان چې شهوت ېی پرشعور واکمن اوغالب وي نوبیا دا انسان ترحیوان هم ټیټ ، بابیزاوذلیل بلل کیږي.
۳/۱/۲۰۲۱

اکبری

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button