زما جنت وطنه! ترڅوبه د دوزخ په لمبوسوځې !؟

زما جنت وطنه! ترڅوبه د دوزخ په لمبوسوځې !؟
ډیر پخواکلونه دکابل پوهنتون دکرنې په پوهنځۍ کې یوه هندي پروفیسوراستاذ په افغانستان کې د کر کیلي د پراخو دښتواوځمکو د شتون په اړه په مسلکي اکاډمیک تحلیل په زغرده ویلي وچې د کر کیلي د مدرنیزه انکشاف او عملي هڅو په پایله کې افغانستان تردې کچې بیلا بیلې غلې دانې،میوه جات په تیره بیا غنم تولیدولی شي چې نه یوازې دافغانستان د خلکواړتیاوې پوره کوي بلکې همدغه خوراکي پیداوار دلوی هند میلیوني ولسونوته هم بسنه کوي.
همداراز په لویه پکتیا کې دالمانیانوپه اقتصادي اوتخنیکي مرستودسترې پروژی یوه الماني د ځنګلونو متخصص په زغرده ویلي وکه چیرې دافغانستان ځنګلونوساتنې او لا تکثیرپه اړه جدي پاملرنه وشي.افغانستان به په نړیواله کچه د ودانیواو بیلابیلولرګیوپه تولید کې بې ساری سترصادروونکی هیواد اویواځي له دې بابته به یې هیوادنی اقتصادي ستونزي حل شي.په زړه پوري داده چې د ځاځیودسمسوراو تل ښیرازه ځنګله منډهییرڅخه یې دیوه نښتر سټه خوست ته د نـندارې لپاره راوړي وه چې کابو دوه نیم زره ۲۵۰۰کاله عمر یې درلود اودا سالم چاپیریال اوسالمې هوا یو هیښوونکی اعجازو.
همداراز اروا ښادتورنجنرال سرجنګ ځاځي چې وروسته د قومونواو قبایلو د چارو وزیر شو ماته دسترګو لیدلي کیسه کوله چې د غزني او پکتیکا په ځینو دښتو کې فرانسوي تیل پلټونکو دځمکې پرسر دتیلوزیرمې او نښې پیدا کړې چې په ټوله نړۍ کې یې ساری نه دی لیدل شوی خو د یحیا خیلود پا چاهۍ په مهال روسانود فرانسې متخصیصنو ته اخطار ورکړچې خپلې پلټنې بندې او د نفتي تفحصاتوچارې یې د روسانوحق وباله.
افغانستان داوبو د زیرمواو بهانده سیندونوپه درلودلوخورا پراخ اودسیمي په کچه بې ساري داوبوزیرمې لري چې داوبوکچه یې زرګونو،زرګونومیلیارد مترمکعب ته رسیږي .چې نه یوازې د کرکیلي د خړوبولو اړتیاوې پوره کوي بلکې د بریښنا دبندونوپه جوړولوسره به د میلیاردونومیګاواټ بریښنا په تولید سره نه یواځی کورني احتیاجات ،مرفوع او پوره شي له هغه سربیره بهرنیو هیوادونوته هم بریښنا صادریدای شي.
دافغانستان د پراخو او دنړۍ په کچه د بې سارو ستروکانونواونورقیمتي منرالونواو صنعتي فلزاتو په درلودلو سره خورا هیښوونکي زیرمې او امکانات لري.چې د نړیوالې مسلکي سروی له مخې یې پولي ارزښت دری نیم زره ــ ۳۵۰۰میلیارده ډالروته رسیږي.چې دسالم استخراج او له مافیایي فساد پرته دافغانستان هره کورنۍ به د میلیونوپانګو په درلودلواو هوسا ژوند له بابته د نړۍ په سوکاله اوځان بسیا هیوادونوکې وشمیرل شي.
په فساد کې ښکیل میلیاردرغله،چورواکي،زورواکي اوواکمنه مافیا هغه د سرطان دانې دي چې د ګلالي افغانستان ځواکمن وجود یې پخپلوخاینانه ویروسې ناروغیو اخته او فلج کړی دی.او روان ناورین اوشخړه هم د همدغو غلواو لوټمارانوپه شیطاني غورزو پرزو روانه ده.
له بلې خوا افغان با تور ولس هم د چا خبره د فیل په غوږ کې ویده که په نره اوغیرتي ملي روحیه وغواړي پخپلو اړوند سیمو کې د پاکستان د غلامګیو،طالبګیو،داعشګیوډلو ټپلو مخه ډب کوای شي.
افغانستان چارواکي باید دخپل وجدان او ملي ضمیر له مخې خپل منځي شخ شولانګې او ناندرې دافغانستان دټپي اوغمجن ولس د هوسایې په هیله حل او هیرې کړي.اوهغو چې کلونه،کلونه د دوښمنو هیوادونوپه استخباراتي غیږو کې اوسیدلې دافغانستان په میلیونوشهیدانو،میلیونومعلولینو،ټپیانواو یتیمانودې ورحمیږي اود غلامۍ او مزمنې بې غیرتی ،رسۍ اوپړي دی له خپلو غاړو وباسي.
د ژړا او افسوس ځای دی چې په ګرده نړۍ کې افغانان د خوارۍ،بې وسۍ اوله بده مرغه دبې عزتۍ ژوند تیروي او شمیر یې ۶ شپږمیلیونوته رسیږي. که چیرې د افغانستان په بیا رغونه کې نړیوالې مرستې او په کور دنـنه پوتانسیل په هغو برخو کې چې پورته مې ځغلنده یادونه وکړه هاندو هڅې پیل شي افغانستان په رښتیني توګه د اسیا په لویه وچه کې جنتي وطن اود نړۍ له ګوټ،ګوټ به خلک دکاروباراوروزګارلپاره افغانستان ته رادرومي.
که طالبان رښتیا افغانان او مسلمانان وي د پاکستان،ایران،روس او نورو دوښمنوله غلامۍ دی ځان آزاد اود اټول وژنې اود وطن د ورانوونې کرغیړنې لوبې او وینوتویول دی بس کړي.
که په افغانستان کې ټیکاو اورښتیني سوله رامنځته شي بیا بهرنیوځواکونود شتون پلمې له منځه ځي او دا وطن به د خپل ولس او پاکې خاورې په مینه آبادوو.د جوړ جاړي پرته مو دالرغونۍ هیواد وران ویجاړاوافغانان به په ګرده نړۍ کې د بې وزلۍ او بې عزتۍ کچکول په غاړه ګرځوي.
په پای کې هیله کوم چې نوی کال د بلوڅو،پښتنواو سیندیانوپه ازادۍ غوښتونکوخوځښتونو اوپه عملي توګه په سترا تیژیکو ګوزارونوداسیا په وچه کې د شریر ستان نقشه دړې وړې او نړیوال بشریت له دغه خبیثه طاغون څخه وژغوري.
د وطن دوښمنان دی ورک اودړې وړې وي.
اکبري
۵/۱/۲۰۱۸

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button