دنهه ویشتمې روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی
نننی زرین اصل :

دعا مه پریږده . ځینی وختونه دعاوی د رب فیصلې نه بدلوي ، مګر ستا زړه بدلوي او هغه د رب د فیصلو سره مطابق کوي ! دا هم نهه ویشتمه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) :

دنیوي سفر

علما وایی چی موږ داسي پیدا سوي یو چي باید شپږ سفره وکړو تر څو اصلي قرارګاه ته ورسیږو :
لومړنی سفر مو د خاورو څخه و انسانیت ته و ؛
دوهم سفر مو د پلار د ملا څخه د مور و رحم ته و ؛
درېیم سفر مو د مور د رحم څخه د مځکي و مخ ته و ؛
څلورم سفر مو د مځکي د مخ څخه و قبر ته دی ؛
پنځم سفر مو د قبر څخه د حساب او کتاب میدان ته دی ؛
شپږم سفر مو د حساب او کتاب د میدان څخه د ابدي استوګني و ځای ته دی چي یا به جنت وي یا دوږخ .
اوس موږ او تاسي د دغه سفر نیمه لار وهلې ده او نیمه لا پاته ده . د دې دنیا څخه سفر کول او بیرته تلل موږ ته لیکل سوي دي ؛ که خوښ یو که نا خوښ ، خامخا به ځني ځو . نو موږ ولي په داسي دنیا کي اوږده استوګنه غواړو چي کلونه مو رباطونه دي ، میاشتي مو منزلونه دي ، ورځي مو کیلو مترونه دي ، ساه کښل مو قدمونه دي ، او د دې لاري غله مو ګناهونه دي ؟ د دې سفر ګټه مو جنت دی او تاوان مو دوږخ دی .
نو اوس هم وختي دی او ښه به دا وی چی امتحان ته چمتوینه ونیسو . ځکه نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله !

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button