بوره او مالګه ؛ دوستان که دښمنان ؟

تازه ګل شینواری
تر پېړېو پېړېو کارونې وروسته – لا نن هم خلکو سره دا پوښتنه شته چې : مالګه او بوره زموږ د روغتېا دوستان دي او که دشمنان !؟
که ځنې خلک په خپلو خوړو کې له مالګې او بورې څخه په لوېه پېمانه کار اخلي نو ځينې نور بېا دې دواړو ته د ( سپينو زهرو ) اصطلاح کاروي چې دا دواړه ( عمل او نظر ) په خپل ذات کې ېو اندازه زېاتی دی .
لکه د اکثره نورو توکو په څېر دا دواړه هم خپلې ګټې او تاوانونه لري او راځئ چې نن په دې باب خپل پوهاوی زېات کړو .
بورې ( خوږو ) ته د بدن اړتېا :
وجود ته د داخلېدلو سره هغه په ګولوکوز او فروکټوز وېشل کېږي . ګولوکوز بدن ته د انرژۍ ورکولو منبع ده چې دغه انرژي پر رنګارنګ فزېالوژيکي خوځښتونو باندې مصرفېږی . برسېره پر دې ګولوکوز د ېنې ( ځيګر ) زهري ضد وړتېا او طاقت لوړوي . ( هره ورځ زموږ وجود ته رنګارنګ زهري توکي دننه کېږي چې ځيګر ېې تصفېه کوي ) . البته چې ګلوکوز ډېرې نورې دندې هم اجرا کوي .
فروکټوز ( د مېوو شکره ېا خواږه )د نورو دندو تر څنګ د بدن غړو ته لازم خواړه هم رسوي .
د دې ګټورتېاو تر څنګ د خوږو تر حد زېات خوراک روغتېا ته جدي ګواښونه هم پېښولی شي .
د بورې ېا خوږو زېانونه :
1. وجود کې د ویټامين B1 او کلسېمو د زېرمو کمول
2. تر وخت وړاندې د پوستکي زړښت
3. څربېدل ېا چاغوالی
4. د ډېابېت ناروغي
5. په بدن کې د اېنسولين جوړېدلو کار کې خنډ پېدا کېدل
او داسې نور .
خو باېد دا هم په پام کې وساتو چې وجود کې تر اړتېا وړ اندازې د خوږو کمښت هم کافي زېان رسولی شي چې سردردي ، سستي او کمزوري ېې ځنې نښې دي .
څومره خوږه ( بوره ) وخوړل شي ؟
متأسفانه په دې هکله واحده اندازه نه شته ځکه چې هر انساني ارګانيزم خپلې ځانکړتېاوې او اړتیاوې لري . خو څومره چې کولی شی لږ اندازه بوره ، چاکلېټ او دې ته ورته خواړه وخورئ او دا ېاد ساتئ چې خوږه ېوازې په یادو توکو کې نه بلکې په ډېرو نورو هغو خوړو او مېوو کې هم شته چې موږ ېې وخت په وخت خورو .
روغ اوسی !
نوټ :
د ليکنې اوږدېدلو څخه د مخنيوي په خاطر د مالګې بحث په راتلونکي پوست کې کوو .
منبع :
د بېلابېلو روغتېايي سایټونو چاڼ او بېا ژباړه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button