له نیوکې وېره

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ناپلیون هېل د څرګندونو پر اساس، نیوکه د خدمت کولو یوه بڼه ده چې ځینې کسان د دې خدمت په وړاندې کولو کې زیاتی کوي. هر څوک په خپل لاس کې د نیوکو یوه ټوکرۍ لري او که مقابل لوری یې وغواړي او که ويې نه وغواړي، خپلې دغه نیوکې ډېرې ارزانه پرې پلوري. هېل وایي چې تر ټولو نږدې خپلوان، تر ټولو بد نیوکه کوونکي دي.

د نورو خلکو نیوکې او افکار کولای شي زموږ پر کارونو حیرانوونکې اغېزې وکړي، داسې چې د تاریخ په اوږدو کې ډېرو کسانو یوازې د نورو د عقایدو پر اساس خپل ژوند او موخې په یوه ټاکلې محدوده کې ساتلې دي. نو تاسو باید په دې پوه شئ چې څوک غواړي ستاسو فکرونه، عقاید او په ټوله کې ستاسو ژوند تر خپل کنټرول لاندې راولي. تاسو او که کوم بل څوک؟

ډېری وخت اورو چې د ډېرو خلکو په مخ کې خبرې کول تر ټولو لویه وېره ده. لامل یې څه دی؟ یوازینی منطقي دلیل د مخاطبینو تر نیوکو لاندې د راتللو وېره ده. زموږ ډېری خلک هېڅکله ځان ته د دې زحمت نه ورکوو چې پر دې وېرې د برلاسي کېدو لپاره اړین مهارتونه او وړتیاوې زده کړو او د نورو په مخ کې د خپلې خوښې وړ موضوع په اړه له خبرو خوند واخلو.

لوی ویناوال اړ دي چې د خپلو مهارتونو د لا غوړولو لپاره سخت زیار وباسي. لومړنی ګام له هغه څخه پر وېرې برلاسي کېدل دي چې نور یې زموږ په اړه فکر کوي.

فرض کړئ چې په یوه ناپېژانده سیمه کې پر کنګل شوې لاره باندې پلي روان یاست، دا چې لاره یخ نیولې ده، پښې مو پرې ښویېږي او پر ځمکه لوېږی. لومړنی فکر چې ستاسو ذهن ته رسېږي، څه دی؟ خپل شاوخوا ته ګورئ څو باوري شی چې چا نه یاست لیدلي. تاسو په دې سیمه کې حتا یو کس هم نه پېژنی، خو لومړنی غبرګون مو دا دی چې د ځان په اړه د نورو پر فکر او نظر ځان پوه کړی. په حقیقت کې غواړی دغو پوښتنو ته ځواب ورکړی، چې: «زه چا ولیدلم؟» او تر هغه هم اړینه دا چې: «هغه به زما په اړه څه فکر کوي؟»

له ناروغۍ وېره:
د هېل په لیکلړ کې بل خنډ له ناروغۍ نه وېره ده. کله چې د شپې خپرېدونکو خپرونو ته پام وکړئ، د هرې خپرونې په پیل او پای کې د ډېرو نویو ناروغیو په اړه خبرې کوي چې نویو درملو او درملنو ته اړتیا لري. په خواشینۍ سره چې د دغو نویو درملو اغېزې د ناروغۍ له اغېزو څو برابره زیاتې دي، خلک خپله ټوله هڅه کوي چې هر څومره ژر چې کېږي، د درملنې دغه تګلارې عملي کړي او لاسته یې راوړي. په دې برخه کې ناوړه ګټه اخیستونکي د دې لامل کېږي چې خلک پر هغو ناروغیو تمرکز او ټینګار وکړي، چې کېدای شي هېڅکله پرې اخته نه شي او پر دې اساس خپلې پیسې په داسې درملو ورکوي، چې په اصل کې هېڅ اړتیا نه ورته لري.

په دې اړه هم باید ووایو چې وېره د انسان په ذهن کې رامنځ ته کېږي، لکه څنګه چې هېل ډېر وخت اشاره کوي چې دغه افکار د هغو موضوعاتو زېږنده دي، چې موږ پرې تمرکز کوو. کله چې دا زده کړی چې څه ډول کولای شی خپل افکار کنټرول کړی، پر دغو وېرو غلبه او برلاسي کېدل اسانه کېږي. البته ستاسو غوښتنه دا ده چې خپل بدن او روغتیا ته پاملرنه وکړئ او خپله روغتیا او تناسب وساتئ؛ خو غوښتنه مو دا نه ده چې له ناروغۍ وېره ستاسو پر ذهن مسلطه شي.

بله وېره چې ښاغلی هېل ورته اشاره کوي، د مینې او لېوالتیا د له لاسه ورکولو وېره ده. دغه وېره تر ټولو دردونکې وېره ده. هېل پر دې باور دی چې دغه وېره تر بل هر څه زیات د انسان جسم او ذهن تخریبوي او په ډېر احتمال سره له پخواني عصر نه منشا اخلي.

د دې وېرې څرګندې نښې په دې ډول دي:

شک او بد ګوماني: د هغو کسانو په اړه شک او ناسم ګومان کول چې مینه ور سره لرو، پرته له دې چې د دغو بد ګومانیو لپاره مستند او منطقي دلایل په لاس کې ولرو، له هغه سره اړیکې پرې کوي، دا کار مه کوئ. ښه ده چې لومړی د هغه په اړه ښه باوري شی او له باور وروسته بیا پرېکړه وکړئ.

د عیبونو پلټل: د خلکو په کارونو او چلند کې د عیبونو پلټنه.

د نورو د مینې پېرودل: د پیسو د لاسته راوړلو لپاره له ډېرو لارو کار اخیستل او د دغو پیسو مصرفول د هغه چا لپاره چې مینه ور سره لرو، یوازې د دې تصور پر اساس چې ګواکې مینه په پیسو اخیستل کېږي.

له زړښت او بوډاتوبه وېره: ښاغلی هېل وایي چې له زړښت او لوړ عمر نه وېره له پخوا نه زموږ په ذهن او روان کې دننه شوې ده. په رښتیا ولې خلک له زړښت او لوړ عمر ته له رسېدو وېره لري؟ دغه وېره دوې اساسي سرچینې لري. لومړی دغه فکر او نظر درلودل چې لوړ عمر او زړښت له ځان سره فقر لېږدوي. دویم او تر ټولو مشهور لامل چې کېدای شي د تېرو تېروتنو پر اساس رامنځ ته شوی وي، دا دی چې بوډا او لوړ عمر لرونکي کسان په ناوړه حالت کې ژوند کوي، ډېرې ناروغۍ تجربه کوي او په پای کې د خپلې کورنۍ د غړو له پامه لوېږي.

دویم؛ یاد دلیل یوه شخصي موضوع ده او د کورنۍ په ډول او د هغوی په تربیې پورې اړه لري، نو د هېل له نظره هماغه لومړۍ موضوع څېړو. هېڅ انسان نه غواړي چې د خپل عمر وروستي وختونه په فقیرانه کور کې تېر کړي. همدا لامل دی چې د تقاعد، ټولنیز امنیت او د زړښت او بوډاتوب اړوند موضوعاتو ته ډېره پاملرنه شوې ده.

د مالياتو او بېمې برخې هر شرکت او کار کوونکی خپلو ټولو پېرودونکو ته دغه جمله کاروي چې: «ستاسو د کورنۍ او ډېرو مالي ستونزو د مخنیوي لپاره غواړو مرسته در سره وکړو، څو ستاسو شتمني د عمر تر وروستیو شېبو پورې له تاسو سره پاتې شي.»

دغه جمله داسې طراحي شوې ده چې پر پېرودونکي لویه وېره برلاسې کړي او همدغه ساده جمله تاسو له راتلونکې وېرې یانې د مرګ له وېرې سره مخ کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button