دغه وړې سپارښتنې مو ژوند رنګینوي!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هېڅکله بل چاته سترګې مه پټوئ، د هغه څه لپاره چې د اخیستو توان یې نه لری او یا ورته کافي پیسې نه لری، د بل قرض او دین ته غاړه مه ږدئ. د ژوند له کوچنیو خوښیو؛ لکه، پلي تګ، له دوستانو سره له ناستې- ولاړې او په طبيعت کې له یوې ښې ورځې تېرولو خوند واخلئ.

سمه ده چې د پیسو سپما هم ګټوره ده، خو د دې پر ځای چې پیسې سپما کړی او ورځ تر بلې یې ارزښت را کم شي، ښه به دا وي چې پیسې مو پر کار واچوئ او پانګونه پرې وکړئ، ځمکه واخلئ او یا له چا سره ګډ کار پرې وکړئ.

تل د زده کړې په هڅه کې اوسئ:
د دې لپاره چې په ژوند کې خوښ و اوسئ، هڅه وکړئ چې د خپلې خوښې په کورسونو کې نوملیکنه وکړئ او د ورځې په اوږدو کې پکې خپلو درسونو ته دوام ورکړئ. که وخت نه لرې، نو ښوونيزې سي ډي ګانې واخلئ او یا یې هم د انټرنېټ له لارې خپل درسونه تعقيب کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button