لور زېږول او که د زوی راوړل؟

ډاکټر رحیم هلال

د لور زېږول د خدای رحمت دی او د زېږېدو قابلیت يې د کروموزومونو د علم له نظره تر مور زیات په پلار کې اېښودل شوی دی.

سره له دې چې د لور زېږول د خدای رحمت او لويه لورينه ده خو له بده شامته په ځېنو کورنيو کې د پرله پسې نجونو زېږول د مور لپاره یو غټ پيغور دی چې له کبله يې له ډول ډول ګواښونو سره مخ کېږي؛ آن ځينې وخت خبره د مېړه له طرفه پرې د دوهمې دريمې او یا هم څلورمې ښځې(بنې) د راوړلو لامل ګرځي. او دا کار په داسې حال کې کېږي چې د لور زېږولو قابلیت الله ج په پخپله د دې په مېړه (خاوند) کې ایښی دی.

مخلوقات ټول الله جله جلاله پيدا کړي، او په ټولوکې يې ځانګړي خویونه، صفات، استعدادونه، صلاحیت او مسئولیتونه ايښې دي.

انسان هم د مخلوقاتو یوه بیلګه ده، خو مهمه خبره داده چې کله پېدا کېږي که نر وي او که ښځه، د تېر نسل ټولې ځانګړنې له ځانه سره راتلونکې نسل ته لېږدوي.

ښځه او سړی د هست او شتون له اړخه دوه بېلا بېل ډولونه دي، چې د ژوند په اوږدو کې دنسل د بقا او ټولنې د سمون لپاره لازم او ملزوم دي.

د اسلام په رڼا کې دې دواړو ډولونو ته یو شان او مساوي حقونونه ورکړل شوېدي، که چېرې په ټولنه کې د دې دواړو ډولونو (نر او ښځې) دحقوقو ویشنه له اسلامې وصولو سره سم په نظر کې ونېول شې له هیڅ ډول ستونزو سره به مخ نه شو، ځکه چې د انسان او بشر په حیث د دوی حقونه سره یو دي.

همدارنګه د اسلام له نظره ښځه او سړی د عقایدو، اخلاقو، او شرعې احکامو په سر ته رسولو کې، چې د دوی په عقل او فکر پورې اړه لري هم یو شان دي مګر د جنسیت له پلوه یو له بله سره د غرونو هومره توپير لري.

دبلګه په ډول په ښځوکې تخمدان(Ovary) او رحم (Uterus) غبرګ جوړښتونه موجود دي چې له نارينه وو سره فرق لري خو نارینه دا ځانګړنه نه لري، په ښځو کې دبچي راوړ لو هګۍ او تخمه راشنه کېږي، په رحم کې ترې ماشوم جوړېږي، او دنیا ته راځې.

ښځې هګۍ او تخمه توليدوي، په رحم کې دهمدې تخمې څخه ماشوم او مکمل انسان جوړېږي، دنيا ته پداسې حال کې راځي چې دبدن ټول جوړښت يې پوره او بشپړ وي

ښځو ته چې کوم حقوق اسلام ورکړي بل هيڅ يوه دين، مذهب او ټولنې نه دي ورکړې، خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کې ورته ډير کله د یوه پاتې او محروم انسان په سترګه کتل کېږي.

روايت دی چې بي بي حوا د اد م علیه سلام له چپې پوښتۍ پيدا شوې، خو له ده بغیر ټول انسانان بیا له ښځو څخه زېږېدلې دي، که چیرته ښځه نه وای سړی به هیڅکله نه وای دنیا ته راغلی.

په ټولنه کې دښځو په اهمیت او د هغوی په حقوقو باندي ډېري خبري کېدای شې خو موږ دلته له دې خبرو تېرېږو، او په دې باندې بحث کوو چې نارینه او ښځينه څه ډول جوړېږي، په دوی کې بېلا بېل خصوصیات او ځانګړنې څه ډول منځ ته راځې؟؟

له بده مرغه زموږپه ټولنه کې یوه مور ډېر کله په دې ځورېږي چې ولې یوازي لوڼي( لورانې) زېږوي او زامن نه شې راوړای په دې توګه يې خاوند پرې بله ښځه کور ته راوړي، ان ځينې شتمن خلک خو د زوی د راوړلو لپاره څلور ودونه هم کوې، چې له امله يې د هرې یوې میرمنې ارمانونه له خاوروسره خمیره کېږي.

دانسان جوړېدل او بیا پکې د نارینه او ښځېنه جنس پيدا کېدل عجبه او حیرانوونګې مرحله ده چې د لوی الله ج د شان او یوالې یو ستره بیلګه يې ګڼلای شو.

دا جوړښت اوبیا پکې د نارینه او ښځينه جنس پيدا کېدل(جنس ټاکل)څه ډول منځ ته راځې؟

اول خو راځئ په دې خبرې وکړو چې دا حیراونکي مرحله څه ډول سرته رسېږي ؟ چې په دنیا کې را روان انسانان څوک هلک او څوک نجلۍ شې.

د بدن په حجراتو کې د D N A په نوم څه موجود دي، که چېرته دغه څه تر څېړنې لاندې ونیول شې د انسان په اړه پکې په زرګونو مالومات تر لاسه کېدای شي

پدې توګه هر نوی انسان چې دې نړۍ ته سترګې غړوې د مور او پلار د ۲۳ درویشتو کروموزمونو له یوځای کېدو څخه چې يوه نوې حجره جوړوې، او د انسان د ژوند لومړۍ شروع وي منځ ته راوړې.

دخدای قدرت دی د مور او پلار د کروموزومونو له یوځای کېدو څخه دا حجره دومره وړه وي چې دلایټ میکروسکوپ (دوړو څيزونو د غټ ښودلو آله) په مرسته نشې لېدله کېدای او د ښه لېدو لپاره يې الکټرون مايکروسکوپ ته اړتيا پېدا کېږي کوم چې یو وړوکی شی دهغه تر خپلې اندازي پنځوس ځله غټ ښيي.

په دې وړه حجره کې شپږ څلویښت کروموزومه موجود دي چې په منځ کې يې DNA قرار لري .

په DNA سربېره پکې ډيرنور څه هم شته چې د انسان د جنس دمعلوملو لپاره ترې کار اخستل کیږي، دا یوه پراخ بحث اوزیاتو معلوماتو ته اړتېالري.

دامعلومات د قدرت د یوې پردې تر شا پټ دي چې وپوهېږو ایا له دې حجرې څخه را منځ ته شوی موجود به نجلۍ وي او که نر.

که چیرته د خدای په امر کومه نوعه دنیاته راتلونکې وي دنوعې اړوند خصوصیات اواعضاوې ورته ټاکلې کېږي، د بيلګې په توګه که چیرته ښځه دنیا ته راتلونکې وې نوهغې ته دښځې ځانګړتیا وي ورکوي چې را روان نسل ته وده و رکړي او په ځای يې یوه نوي نسل ته ځای ورکړې.

او که چیرته دخدای ج په امر هلک دنیا ته راتلونکي وي هغه ته د نر ځانګړتياي ټاکلې کيږي.

دجنس تعينولو ځانګړنه الله ج په نارینه کې ایښې چې ورته سیکس کروموزوم ويل کیږي.

کروموزومونه هم په ښځه او هم په نر کې موجود دي چې له یو ځای کیدو څخه يې نوی موجود منځه ته راځې.

په ښځه او نر کې دا کروموزومونه X او y په نومونویادېږي په ښځه او نر دواړو کې دوه عدده شتون لري، دښځې دواړو کروموزونو X او د نارینه هغه يې دواړه د XY په نومونو نومول شوې دي.

دنسل منځ ته راتګ یو حیراوونکي نظام ځکه دی چې کله د نر او ښځې کروموزومونه سره یوځای شي یو موجود منځ ته راوړي.

که چیرته د پلار X د مور له X کروموزوم سره یو ځای شې دا به د لوراند خدای ج رحمت ( لور) وي.

که چېرته بیا د پلارY کروموزوم د مور له X کروموزوم سره یوځای شې نو دا به يې نعمت (زوی) وي

نو په دې توګه ویلای شو چې د جنس (نجلۍ او هلک) په ټاکلو او یا منځ ته راوړلو کې د پلار کروموزومونه رول لري.

که چېرته دچا لور پېدا کېږي، یايې زوی پېدا کېږي په دې کې دسړي رول تر مېرمنې زیات دی اود ښځې لاس پکې نشته.

یا په بله مانا که چېرته کومه کورنۍ خدای مه کړه د لور په راوړلو سره خفه کېږي په دې کې يې دمور هیڅ ګنا نشته بلګه دا ټاکنه يې الله ج په پلار کې ایښې ده.

څرنګه چې داسې ده نو ویلی شو چې دجنس (دنر او ښځې منځ ته راتګ) دپلار له کروموزومو نو سره تړاو لري.

ښځو ته خدای ج یوازي د ځانګړو اندامونو په لرلوسره دا توان ورکړې چې دنسل د منځ ته راوړلو وړتیا لري، او دمځکي پر مخ يې د نسل د پایښت لپاره لاره هواره کړې.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button