د کوپرې د تيلو شپږ روغتيايي ګټې!!

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

د کوپرې تيل ډېر بهترين تيل دي او ډېرې روغتيايي ګټې لري. کولای شئ چې د کوپرې له تيلو څخه په پخلي کې هم ګټه واخلئ. د کوپرې تيل په اسانۍ سره هضميږي. او روغتيايي د وينې غوړ يا ترای ګليسرايډ لکه کاپريک اسيد،کاپرايليک اسید او لايوريک اسید لري. په پخلي کې د کوپرې له تيلو په استفادې سره د بهترينو روغتيايي ګټو څخه ځانونه برخمن کړئ.

لومړی:د غاښونو د چينجن/خرابيدو د مخنیوي لپاره.
د کوپرې تيل غاښونه له خرابيدو او چينجن کيدو او همداراز د وريو ناروغۍ تداوي کوي. د کوپرې د تيلو په واسطه مو خوله غرغړه کړئ او د وريو د ناروغيو څخه خپل ځان وساتئ.د کوپرې د تيلو په غرغړه کولو سره مو خپل غاښونه له خرابيدو او چينجن کيدو وساتئ. د کوپرې تيل په خپل ترکيب کې د مکروب ضد مواد لري او په همدې اساس هغه ميکروبونه چې د غاښونو د چينجن کيدو سبب ګرځي له منځه وړي.

دوهم:د بندونو درد او التهاب کموالي لپاره.
د کوپرې تيل د بهترينو درد وژونکي توکو له جملي څخه دي. نوموړي تيل انټي اوکسيډنټس مواد لري چې د التهاب په له منځه وړلو کې موثر دي. هغوی چې د بندونو له درد څخه کړيږي کولای شي چې له درد څخه يې د کوپرې د تيلو په واسطه ځانونه وژغوري.

درېيم: معافيتي سيستم قوي کولو لپاره.
د کوپرې تيل د ميکروب ضد اغېزه لري. او د همدې اغېزې په درلودو سره معافيتي سيستم قوي کوي. د کوپرې تيل په خپل ترکيب کې د لايوريک اسید لري. همدا لايوريک اسید له ميکروب سره جنګ کوي چې د همدې جنګ په صورت کې زموږ بدن،له يو شمېر ناروغيو څخه ساتل کېږي. په پخلنځي کې د نورو تيلو پر ځای د کوپرې تيل استعمال کړئ‌ او معافيتي سيستم مو پرې قوي کړئ. د والګي او زکام د درملنې لپاره هره ورځ درې وخته يوه کاشوغه د کوپرې تيل وخورئ.

څلورم:د پوستکي اړوند ستونزو له منځه وړلو لپاره.
د کوپرې تيل د ويښتانو د پاخې،د پوستکي د مرطوب ساتلو،خارښت،د لمر سوځيدنه او نورو لپاره ډېره ښه اغېزه لري. د کوپرې تيل شحمي اسيدونه لري او همدا شحمي اسيدونه په مخ باندې هغه التهاب او پړسوب له منځه وړي چې د ځوانکو د راختو څخه رامنځته شوی وي. کولای شئ چې د کوپرې له تيلو څخه د بدن لپاره لوشن،او خاص تيل جوړ کړئ.

پنځم:د هضمي سیستم اړوند ستونزو لپاره.
د کوپرې تيل د جذب پروسه ددې لپاره غښتلي کوي،چې له خواړو څخه په شحمو کې منحل ويټامينونه،منرالونه او يو شمېر نور مهم مغذي مواد وجود ته جذب کړي.د کوپرې تيل په کولمو کې ضرري باکترياوي له منځه وړي، او ګټورې باکترياوي تقويه کوي. د کوپرې تيل بد هضمي، قبضيت او د معدې د تيزابو او خواړو خولې ته د بېرته راتګ مخنیوی کوي. نوموړي تيل د هضمي سیستم اړوند ستونزو د رفعه کولو لپاره ډېر اغېزمن دي.

شپږم:د زړه له ناروغيو مخنيوي او د فشار د ټيټوالي لپاره.
د کوپرې تيل د زړه ناروغيو، د رامنځته کيدو مخنيوی کوي او د وينې فشار راټيټوي. په وينه کې ضرري شحمونه له منځه وړي. د کوپرې تيل د وينې جريان منظم کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button