د غوږ درد

ډاکتر سلیم ساپی

د انسان غوږ له دريو برخو څخه جوړشوی چی، لومړنۍ، منځنۍ او بهرنۍ برخه يا د غوږ پکه نومېږي. د غوږ منځنۍ برخه يوه نازکه پرده ده چې د غوږ بهرنۍ او داخلي برخې سره جلا کوي.

د غوږ هره برخه ځانته بېلا بېلې ناروغۍ لري چی، تر ټولو عام ډول يې د غوږ د منځنۍ برخې يا پردې مکروبي کېدل دي.

د غوږونو درد کومه ځانګړې ناروغي نه ده، بلکې يو عرض يا نښه ده چې، د نورو ناروغيو له کبله منځ ته راځي. د غوږونو ډېر دردونه د التهابي کېدو له امله وي چې، دغه التهابي کېدل د غوږ په هره برخه کې کېدای شي.

د غوږونو التهابي کېدل بېلا بيل لاملونه لري، د بېلګې په توګه په غوږ کې د تېرو څوکو لرونکو شيانو وهل، لکه د اورلګېد پلته کونجۍ (کيلي) ، ستنه او داسې نور تېره شيان چې، د غوږونو د التهابي او ټپي کېدو لامل ګرځي.

د غوږونو درد کومه ځانګړې ناروغي نه ده، بلکې يوه نښه ده چې، د نورو ناروغيو له کبله منځ ته راځي.

دغه ډول کورنۍ درملنې، لکه په غوږونوکې د شيدو، غوړيو، نسوارو، تارياکو اوداسې نورو شيانو اچول هم غوږونه التهابي کولای شي.

که چېري د زکام او ستونی سمه او پرخپل وخت درملنه و نه شي نو هم غوږونه په درد اخته کېدای شي.

د غوږونود درد نښې نښانې په ماشومانو او لويانو کې، سره توپير لري. کوچني ماشومان د غوږونو د درد پر مهال نا ارامه وي او سر ښوروي، که غوږونه يې په لاس وموښل شي نو يا اراميږي او يانور هم په چيغو پيل کوي او لږ غټان ماشومان بيا خپله ګوته په غوږ کې وهي.

لويان کولای شي چې، خپل حال په خپله ووايي. د نورو نښو نښانو ترڅنګ، د غوږ درد، پړسوب او له غوږونوڅخه يو يوډول ژيړ رنګه اوبو(نو) راتلل ددې ناروغۍ څرګندې نښې دي“.

ډاکټران په دې باور دي چې، که د دې ناروغۍ سمه درملنه و نه شي نو ناوړه پايلې درلودای شي، دبېلګې په ډول که د غوږ مکروب مغزو ته لار ومومي نو د مننجيټ ناروغۍ سبب کېدای شي.

دغه ډول که د غوږ بهرنۍ برخه التهاب ولري، نو کېدای شي دغه مکروب د غوږ منځنۍ او دننه برخو ته هم لار ومومي چې، په دې ډول په اورېدوکې ستونزې پيداکولای شي اويا کېدای شي چې، ناروغ د تل لپاره کوڼ شي.

د غوږونو د التهابي کېدلو لاملونه!

هغه مېندې چې، ماشومانو ته شيدې ورکوي، بايد خپل ماشوم په (٤٥) درجې زاويې سره په غېږ کې پرې باسي تر څو د مور شيدې د ماشوم په غوږ کې و نه څڅيږي.

د غوږ په درد اخته ناروغ بايد پر خپل سر درملنه و نه کړي او ژر تر ژره ډاکټر ته ولاړ شي، مخکې وويل شول چې، د غوږونو درد عوامل لري نو لومړی يې بايد عامل پيدا او بيا يې درملنه وشي.

ډاکټران وايي: ”که چېري غوږ ته کوم شی، لکه مياشه، مچ، مېږی او يا داسې بله خزنده ور ننوزي،

نو بايد خپله يې د را ايستلو هڅه و نه کړو، بلکې ډاکټر ته ورشو .

د غوږ د درد د مخنيوي لپاره ډاکټر فقير محمد بکتاش وايي: ”کله چې غوږ خارښت کوي، بايدکوم شی په کې ونه وهل شي او بايد ناروغ ژر تر ژره ډاکټر ته ورسول شي“.

هغه مېندې چې، ماشومانو ته شيدې ورکوي، بايد خپل ماشوم په (٤٥) درجې زاويې سره په غېږ کې پرې باسي چې، په دې ډول د مور شيدې د ماشوم په غوږ کې و نه څڅيږي او بايد په ناپاکو اوبو کې له لامبلو هم ډډه وشي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button