د شکر ناروغي څنګه رامنځته کیږي؟

لیکنه: ډاکتره لیمه جهیش
کله چې موږ خواړه وخورو په پای کې ګلوکوز تولیدیږي ګلوکوز د وینې د دوران پواسطه حجرو ته ځي خو د انسولین هورمون پواسطه حجرو ته ننوځي، که چیرې انسولین تولید نشي یا کم تولید شي ګلوکوز حجرو ته نه ځي او په وینه کې پاتې کیږي نو سطحه یې په وینه کې لوړیږي او شکر ناروغي رامنځته کیږي.

د شکر ناروغۍ د کنترول لپاره د انسولین هورمون اړین دی او د انسولین هورمون د تولید لپاره د ځیګر رړغتیا اړینه ده.

د شکر ناروغي په څو ډوله ده؟
د شکر ناروغي عموما“ په دوه ډوله ده:
۱- عموما“ د بدن دفاعي سیستم په ویروس او باکتریا باندې حمله کوي او له منځه یې وړي خو کله کله د یو نا معلوم علت له امله د بدن دفاعي سیستم په خپلو حجرو حمله کوي او تخریبوي یې، نو کله چې د دفاعي سیستم پواسطه د پانکراس غدې د بیتا حجرات تخریب کیږي نو کله چې د دې حجرو تخریب ٪۸۰ شي نو انسولین هورمون نه تولیدیږي او ګلوکوز حجرو ته نه رسیږي په وینه کې یې سطحه لوړيږي او شکر رامنځته کیږي.

۲- پدې نوع کې پانکراس په کافي اندازه انسولین تولیدوي خو په حجراتو کې د انسولین لپاره Receptor موجود نه وي نو ګلوکوز په وینه کې پاتې کیږي او سطحه یې په وينه کې لوړیږي او شکر ناروغي رامنځته کیږي.

۱:- د کوم عمر خلک په شکر اخته کیږي؟
د منځني یا دریم پړاو خلک عموما“ په شکر اخته کیږي خو کم عمره، چاغ کسان او د ارام ژوند خلک په شکر اخته کیږي.

۲:- حامله ښځې ولې په شکر اخته کیږي؟
حامله ښځې چې ځان او ماشوم ته په کافي اندازه انسولین جوړ نکړي په شکر اخته کیږي چې په نړیواله سطحه له ٪۶ نه تر ٪۱۶ حامله ښځې په شکر اخته کیږي.

د شکر ناروغی نښی او علایم څه شی دي؟
۱:- ډیره تنده
۲:- له اندازې ډېر تشو بولو ته تلل خصوصا“ د شپې له خوا
۳:- ستړیا احساس کول
۴:- وزن کمیدل
۵:- په سترګو سیوری
۶:- د ټپونو نه جوړیدل
۷:- همدارنګه د شکر له امله د ړوند والي، د پښتورګو نا کاره کیدل، د زړه حمله او فلج رامنځته کیږي.

لیکنه: ډاکتره لیمه جهیش

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button