د خیټې غوړ څنګه له منځه یوسو؟

امریکا غږ

پوهانو په یوې نوې څیړنې کې د بدن د مختلفو برخو د غوړو (وازګو) د ویلې کولو او له منځه وړلو نوې لارې چارې څیړلي دي.

پدغه څیړنه کې چې د هپاتولوژي په ژورنال کې خپره شوې د بدن د غوړو کمول په ځانګړې توګه د ځیګر او پانقراس شاوخوا وازګو په کمولو د لږ قندي موادو لرونکو خواړو او بدني تمرینونو اثر ارزولی دی.

پوهانو په (MRI) ماشینونو باندې د ٢٧٨ چاغو ګډون کوونکو د بدن د غوړو اندازه له څیړنې له پیل دمخه او د ١٨ میاشتو په ترڅ کې څیړلې ده. پدغه موده کې د څیړنې ګډون کوونکو ته د قندي موادو نه لرونکي خواړه یا مدیترانه یي غذا ورکول کیده.

مدیترانه یي خواړه چې تر زیاتې اندازې په ایټالیا، هسپانیا او یونان کې رواج لري، په کې د زیتون غوړي، حبوبات، مغزیات، سبزیجات او د ماهي غوښې شاملې دي.

څیړونکي پدې پوه شوي چې مدیترانه یي غذاګانې لږ قندي مواد لري د ځیګر، زړه او پانقراس شاوخوا وازګو پر کمولو باندې ښه اثر لري. د څیړونکو په اند سربیره پر دې ددغو خوراکونو سره جوخت په فزیکي تمرینونو او بدني فعالیت سره د انسان د بطن دننه او بالاخره د خیټې شاوخوا غوړ نور هم راکمیږي.

ددې څیړنې نورې موندنې د نورو څیړنو د نتیجو په تائید خبرداری ورکوي چې د ځیګر او پانقراس شاوخوا غوړ ډیر خطرناک دي او کیدای شي د زړه، رګونو او شکرې ناروغۍ د اخته کیدو سبب کیږي.

د کب په غوښه، مغزیاتو، زیتون غوړیو، حبوباتو او سبزیو کې د شحمي تیزابونو شتون د مدیترانه یي خواړو نورې ګټې دي چې دغې څیړنې په ډاګه کړي.

څیړونکو ټینګار کړی دی چې د بدن او په ځانګړې توګه د خیټې د غوړو د له منځه وړلو لپاره د غذایي رژیم څخه په بشپړه توګه د شکرې او غوړو لرې کول سم کار ندی بلکه قندي مواد او ګټور غوړ چې په مدیترانه یي خوراکونو کې شته باید انډول یې وساتل شي او په ورځنیو خواړو کې شامل کړای شي.

له دې دمخه یوې بلې څیړنې ثابته کړې وه چې مدیترانه یي غذایي رژیم د دماغ ښه سلامتیا تضمینوي او هغوی چې له دغه غذایي رژیم نه کار اخلي په ځانګړې توګه پوخ عمره خلک په کمه کچه د الزایمر او عقلي زوال په څیر په شناختي اختلالونو اخته کیږي.

همداشان یوې بلې څیړنې موندلي چې مدیترانه یي غذایي رژیم د زړه حملې، سکتې او د قلبي ناروغیو له وجې مړینې ٣٠ فیصده راکموي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button